KABUL WEATHER

خیالی شهیدان او میلیونی فساد

Home » Latest » خیالی شهیدان او میلیونی فساد

له تېرو څو کلونو راهیسې په هرات ولایت کې د خیالی شهیدانو له څلوېښتو زیاتو وارثانو د جعلی اسنادو په وړاندې کولو سره، کلنی حقوق ترلاسه کړی دی.

د «هرات ولایت شهیدانو او معلولینو ورثه وو د اسنادو څېړلو تدقیق کمېسیون»…

حوت ۵, ۱۳۹۹ by
خیالی شهیدان او میلیونی فساد

هرات ـ کب۵ ـ ۱۳۹۹

خبریال: محمد یونس رووفی

له تېرو څو کلونو راهیسې په هرات ولایت کې د خیالی شهیدانو له څلوېښتو زیاتو وارثانو د جعلی اسنادو په وړاندې کولو سره، کلنی حقوق ترلاسه کړی دی.

د «هرات ولایت شهیدانو او معلولینو ورثه وو د اسنادو څېړلو تدقیق کمېسیون» پلاوی څېړنې، د یوه پټ فساد ښکارندویی کوی چې هر کال په غیر قانون توګه د ملی له ملی بودیجې حیف او میل شوې دی.

دغه کمېسیون کې د څو بنسټونو، څارنوالۍ، محکمې، ملی امنیت، عامې روغتیا، شهیدانو او معلولینو او د هرات ولایت مقام فرهنګی مشاوریت استازی پکې شامل دی، د خپلو څېړنو پایلو راپور د ولایت مقام ته وړاندې کړی دی.

په دغه راپور کې چې یوه کاپی چې د ۱۳۹۹ کال غبرګولې میاشتې په ۷ نېټه له رسمی مکتوب سره د دغه ولایت استیناف څارنوالۍ ته لېږل شوې، د شهیدانو او معلولینو ورثو کلنیو حقوقو په ورکړه کې څو موارد په ډاګه شوی دی.

د دغه راپور یوه کاپی چې د پیک خبریال ترلاسه کړې، د اسنادو د جعل او تذویر مواردو سربیره، د ۴۴ تنو نوملړ هم پکې شامل دی چې ویل کېږی له یادو کسانو هر یوه یې تر ۶۰ زرو افغانیو پورې د شهیدانو او معلولینو د ورثه وو حقوق ترلاسه کړې دی.

د یاد راپور له مخې، د هغو پیسو کچه چې په تېرو څو کلونو کې د غو کسانو ته ورکړل شوې، څه باندې څلور میلیون او ۷۶۰ زره افغانیو ته رسېږی چې د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو امریت له لارې اجرا شوی دی.

د هرات ولایت مقام فرهنګی سلاکار محمد انور متین او د شهیدانو د ورثو د اسنادو څېړلو او تدقیق کمېسییون غړی محمد انور متین، د پیک خبریال ته وایی چې په نوملړ کې شامل اته تنه، د ۱۳۶۲ ـ ۱۳۶۵ کلونو ، پاتې د ۱۳۸۱ ـ ۱۳۹۱ کلونو او دوه تنه نورو د ‍۱۳۹۱ـ ۱۳۹۸ کلونو ترمنځ د جعلی اسنادو په وړاندې کولو سره، په کال کې تر ۶۰ زره افغانیو پورې حقوق ترلاسه کړی دی.

د ښاغلی متین په وینا، یو شمېر دغو کسانو له ملی امنیت، د نفوسو احوالو د ثبت او شهیدانو او معلولینو ادارې څخه د جعلی تصدیق لیکونو او جعلی اسنادو په وړاندې کولو سره، کلنی حقوق ترلاسه کړی دی.

هغه څه چې د هرات ولایت مستوفیت پخوانی کارکوونکی محمد ناصر میهن یار په وینا، د څو پرلپسې کلونو په ترڅ کې د یوې ځانګړې حلقې لخوا یې سازماندهی شوې او د خیالی شهیدانو او معلولینو په مستعار نومونو سره د دولت له خزانې حیف او میل شوی دی.

د پیک خبریال هڅه وکړه څو په نوملړ کې له شاملو څو تنو سره اړیکه ټینګه کړی او معلومات ترلاسه کړی؛ خو د زیاتو هڅو سربېره، حتی د دغو کسانو نوم او نښان پیدا نشو او سیمه ییزو چارواکو په ځانګړی ډول د هرات ولایت شهیدانو او معلولینو چارو ادارې هم په دې برخه کې همکاری ونه کړه.

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو امر عزیز احمد پوپل، سره له دې چې د پیک خبریال پوښتنې یې ځواب نه کړې، د یاد کمېسیون راپور یې ناقص وباله او د شهیدانو او معلولینو ورثو د حقوقو ورکړې په برخه کې هر  ډول اسنادو جعل او اختلاس ردوی.

د شهیدانو معلولینو کار او ټولنیزو چارو وزارت هم په دې اړه د پیک خبریال پرلپسې اړیکې ځواب نه کړې.

په همدې حال کې د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو اسنادو څېړلو تدقیق کمېسیون، موضوع په رسمی توګه د استیناف څارنوالۍ ته لېږلې او د کره څېړلو او قضیه کې د مسؤولو کسانو قانونی څار غوښتنه یې کړې ده.

خو د هرات ولایت د استیناف څارنوالۍ د دوسیې له ترلاسه کولو څه باندې اتو میاشتو په تېرېدو سره، تراوسه په دې برخه کې هېڅ کار نه دی کړی.

د هرات ولایت استیناف څارنوالۍ ویاند سید نعیم صحاب منی چې د شهیدانو او معلولینو له دوسیې سره یو ځای رسمی مکتوب دغه بنسټ ته رسېدلی؛ خو اعتراف کوی چې په خواشینۍ سره په دغه موده کې په دې برخه کې هېڅ پرمختګ نشته.

هغه څه چې د ځینو حقوق دانانو په باور، د مؤظف څارنوال په کار کې ناغېړی بلل شوې ده.

د حقوقی چارو کار پوه سید حامد داد شانی وایی چې د هېواد د نافذه قوانینو له مخې، د اداری فساد اړوند مسایل د درې میاشتو په ترڅ کې او له هغې پورته د بشری جنایتونو  مسایل د شپږ میاشتو په ترڅ کې د مؤظف څارنوال له خوا څېړل کېږی او دوسیه یې محکمې ته واستول شی. د داد شانی په وینا، که چېرې د یوې دوسیې څېړل په قانونی موده کې نه بشپړېږی، یا دا د دوسیې په اسنادو کې نواقص وجود لری او یا هم مؤظف څارنوال په خپل کار کې نا غېړی کړې ده.

سره له دې چې د هرات ولایت د مدافع وکیلانو د ټولنې غړی محمد رفیع نادری په وینا، سیمه ییزه اداره په ځانګړی ډول د شهیدانو او معلولینو امریت مکلف دی په دې اړه ځواب ووایی او د قضیې د اثبات په صورت کې، سرغړونکی افراد باید په نښه او محکمې ته راکاږل شی. خو د دغه میلیونی فساد په تړاو تراوسه له هېڅ چا قانونی پوښتنې ګروېږنې نه دی شوې.

په همدې حال کې د هرات والی ویاند جیلانی فرهاد ټینګار کوی چې د شهیدانو او معلولینو ورثو په اسنادو کې د جعل دوسیه یې د استیناف څارنوالۍ ته استولې او تر کار لاندې ده او ډېر ژر به یې پایلې روښانه شی.

 

تمامی حقوق انتشار و حق کاپی رایت مطالب برای مرکز خبرنگاری تحقیقی پیک محفوظ است.