KABUL WEATHER

هغه سرتیري چې دنده پرېښې: «بې معاشه سرتیري نه کېږي»

Home » Latest » هغه سرتیري چې دنده پرېښې: «بې معاشه سرتیري نه کېږي»

د هېواد په ځینو برخو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په ځینو ولایتونو کې د ولسوالیو او امنیتي پوستو له لاس په لاس کېدو سره…

جولای 6, 2021 by
هغه سرتیري چې دنده پرېښې: «بې معاشه سرتیري نه کېږي»

د هېواد په ځینو برخو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په ځینو ولایتونو کې د ولسوالیو او امنیتي پوستو له لاس په لاس کېدو سره، د «کابل ښار دروازو د ساتنې کنډک» له دوه سوه زیاتو سرتیرو له څو میاشتو راهیسې معاش نه دی اخیستی.

یو شمېر دغه سرتیري چې د کابل ښار دفاع په برخه کې شپه ورځ په پوستو او سنګرونو کې دنده ترسره کوي، پیک خبریال سره خبرو کې ادعا کوي چې ډېرو یې ۶ تر ۱۱ میاشتو پورې معاش نه دی اخیستی.

د هېواد دامنیتي ځواکونو د یوه سرتیري معاش ۱۲ زره افغانۍ بلل شوی چې هغه هم په کال کې د امریکا د پېنځه نیم میلیارد ډالرو له لار تمویلېږي.

یو له دغو سرتیرو محفوظ نومېږي، نوموړی د پیک خبریال ته وايي، سره له دې چې د اقتصادي او د کورنۍ نفقې ستونزو سربیره او شپه ورځ د ښمن پروړاندې په دنده کې د شتون سربېره، شپږ میاشتې کېږي چې معاش مې نه دی اخیستی.

د کابل په یوه دروازه کې محمد صبور بل سرتیری دی چې د نورو لسګونو ملګرو په استازیتوب وايي چې له تېرو لسو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی اخیستی. نوموړی وايي: «سره له دې چې څو ځلې مو چارواکو ته عرض او داد وکړ، خو چا غږ وا نه اورېد…».

د بدخشان ولایت اوسېدونکی حکیم الله چې په وینایې ، د کابل ښار درازو په کنډک کې له یو کلنې دندې وروسته یې دنده پرې ایښې او په همدې موده کې یې یوازې یوه میاشت معاش اخیستی دی.

«خپله خو خیر له وطن نه قربان، کله چې اولادونه وږي وي، ایا بې معاشه سرتیري کېدای شي؟»

هغه پوښتنه چې د نوموړي په وینا، هېڅکله یې ځواب پیدا نه کړ او د دندې پرېښودو ته مجبور شو. خو دغه پوښتنه کله چې د پیک خبریال لخوا مطرح کېږي؛ د کابل درازو کنډک د پېژند امر څارمن ایمل د سرتیرو ادعا په تایید سره وايي:« نوی د کورنیو چارو سرپرست وزیر لارښوونه کړې، موږ هم اجراات کړي.»

د نوموړي په وینا، د دغه کنډک د ۲۰۰ زیاتو سرتیرو د معاش جدول د ۱۳۹۹کال غبرګولې میاشتې راهیسې ترتیب او تکمیل او د کورنیو چارو وزارت استول شوی دی. خو د دغې پوښتنې په ځواب کې چې دغه نوی اقدام، ولې تراوسه نه دی عملی شوی؟ د دغه کنډک رییس ارکان، ماهر صافی د دغو سرتیرو د معاش نه ورکړې دلیل، په قلمي او ډیجټلي سیستم کې فني ستونزه بللې، زیاتوي چې موضوع د وزارت له مالي ریاست څخه وپوښتی.د صافي په وینا، دغه موضوع یې څو ځلې د وزارت له مالي ریاست سره شریکه کړې؛ خو ځواب کې ویل شوي چې بودیجه نشته.

سره له دې چې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې د دغو سرتیرو د معاش ستونزه حل شوې او ډېر ژر اجراء کېږي؛ خو نه وايي چې کله به اجراء شي.

د پوځي چارو شنوونکي عتیق الله امرخیل په باور، ناسم دلیل «بودیجې نشتوالی» لوی شکونه او پوښتنې را ولاړوي، چې په دغه صورت کې هر کال له بهرنۍ بودیجې څخه میلیاردونو ډالره د افغانستان دولت پوځي لګښتونه او د سرتیرو معاش چېرې ځي؟

ښاغلی امرخیل زیاتوي کله چې د کابل ښار دروازو کنډک دوه سوه سرتیرو په میاشتو او کلونو معاش نه اخلي، نو هغه سرتیري چې به د بدخشان لرې پرتې ولسوالۍ له مقاومت پرته پرېږدي، هېڅ ملامت نه دي.

دغه شنوونکي او ملي شورا کې د خلکو استازي خبرداری ورکوي د ولسواليو پرېښودو په برخه کې د دولتي ځواکونو مبهم حرکتونه او د طالبانو لخوا د پلازمینې محاصرې تنګېدل؛ د حکومت لخوا د سرتیرو معاشونو نه ورکړه، نه بخښوونکی جرم دی.

د ولسي جرګې د امنیتي او دفاعي چارو کمېسیون رییس میرحیدر افضلي، د امنیتي ځواکونو د معاشونو نه ورکړه، په ځینو ولایتونو کې د ولسوالیو او پوستو د سقوط اساسي عوامل بولي، وايي چې دغه عامل د سرتیرو د روحیې د کمزوري کېدول لامل شوی او د هېواد په اوسني وضعیت به ناوړه اغېز وکړي.

ښاغلی افضلي زیاتوي چې دغه موضوع به په جدي توګه د ولسي جرګې له لارې، وڅاري.

تمامی حقوق انتشار و حق کاپی رایت مطالب برای مرکز خبرنگاری تحقیقی پیک محفوظ است. مدیر وبسایت : محمد حسین انصاری