KABUL WEATHER

نیمګړیو ښوونځیو، هېر شوی فساد

Home » اقتصادی » نیمګړیو ښوونځیو، هېر شوی فساد

سلګونه زده کوونکی د پکتیکا ولایت د یوسفخېل، یحیی خېل او خیرکوټ ولسوالیو کې له یوې لسېزې را په دېخوا د ښوونځیو د ودانیو په جوړولو کې د فساد له امله زده کړو بې برخې پاتې دی.

دلو ۲۷, ۱۳۹۸ by
نیمګړیو ښوونځیو، هېر شوی فساد

د پیک د تحقیقاتی ژورنالیزم مرکز

پکتیکا – ۲۵ سلواغه ۱۳۹۸
خبریال:  محمد نبی زیارمل

سلګونه زده کوونکی د پکتیکا ولایت د یوسفخېل، یحیی خېل او خیرکوټ ولسوالیو کې له یوې لسېزې را په دېخوا د ښوونځیو د ودانیو په جوړولو کې د فساد له امله زده کړو بې برخې پاتې دی.

د پیک څېړنېز مرکز موندنې ښیی، چې د درېیو ښوونځیو ودانۍ چې عبارت له عبدالبابا، اتحاد زاڼکی او نعمانې په یادو ولسوالیو کې له دوولس کلونو راپه دې خوا د ساختمانی شرکت او د هغه وخت د پوهنې د رییس د فساد له امله یې کارونه نیمګړی پاتې دی.

د لګښتونو کوم مستند اسناد چې پیک ته رسېدلی دا په ګوته کوی، چې د پروژو د ۴۵ سلنه کار په بشپړولو سره د پروژې سل سلنه لګښت د پکتیکا د پخوانی پوهنې رییس او اریانا باستان ساختمانی شرکت په امضاوو ایستل شوی.

پیک ته په یوه ټلیفونی اړیکه کې د اریانا باستان مسوولین سل سلنه پیسو ایستل ردوی.

خو د پکتیکا د پوهنې پخوانی رییس هر ډول فساد ردوی او پیک ته وایی تر دې دمه له ما څخه په دې اړه چا پوښتنه نه ده کړې او وایی، چې ته هم څارنوال نه یې چې معلومات غواړې!

هغه اسنادونه چې موږ ته په لاس راغلی د عبدل بابا، اتحاد زانکی او نعمانی ښوونځی چې په یوسفخېل، خیر کوټ او یحیی خېل کې تر پلان لاندې وو او د سل زره امریکایی ډالرو په ارزښت یې د نړیوال بانګ له لوری په ۱۳۸۶ کې کار پېل شوی وو، چې تر اوسه هم نه دی بشپړ شوی.

په دې مکتبونو کې راغلی، چې د یادو ښوونځیو لپاره د پنځو او اتو خونو په درلودلو سربېره یې مېز، چوکۍ او نورې اسانتیاوې د نجونو او هلکانو د لوست لپاره په پام کې نیول شوی وو؛ خو تر اوسه ویجاړ پاتې دی، چې له امله یې په دې سیمه کې بې شمېره نجونې او هلکان له زده کړو بې برخې پاتې شوې دی.

نظرالدین د یوسف خېلو قومی مشر د عبدل بابا د نېمګړی ښوونځی او شوی فساد په اړه وایی، دلته ډېر ستر فساد شوی او دا د دې سیمې د اوسېدونکو ماشومانو سره ستر ظلم یادوی.

یو شمېر قومی مشرانو رسمی شکایت د پکتیکا ولایت مقام ته کړی و او په هغه کې یې غوښتنه کړې وه، چې ژر تر ژره دې یاد نیمګړی ښوونځی ورته ورغول شی.

د پکتیکا پخوانی والی محب الله صمیم هم د پوهنې ریاست ته په دې اړه د ژر تر ژره قانونی اجراتو امر ورکړی و.

په ۱۳۹۰ /۴/۷ د ۷۶۴ پر۴۶۱ رسمی مکتوب پر اساس داسې راغلی دی:

د انجینری او جوړونې ټیم ارزیابی ښیی په داسې حال کې چې د یادو ښوونځیو څلوېښت سلنه کارونه مخکې نه دی تللی؛ خو د شرکت مسوولینو ۸۵ سلنه پیسې د پوهنې د رییس په امضا ایستلی او ۱۵ سلنه پاتې نورې پیسې یې دویم ځل اخیستې او ښوونځی همداسې نیمګړی پرېښول شوی دی.

د څو میاشتو د تېرېدو راپه دې خوا ارزیابی او راپورونو د ولایت له لوری پوهنې ریاست ته رسمی مکتوب د ۱۳۹۱/۷/۲ لیکل شوی، چې داسی حکم کوی (د عبدالبابا ښونځی موضوع دی له اریانا باستان شرکت مسوولینو سره شریکه شی او د نه حاضرېدلو په صورت کې دی عدلی او قضای اورګانونو ته ور وپېژندل شی.)

د مسوولینو، مشرانو او د دې ولایت د استازو د ویلو او موندونو پر اساس له هغې ورځې تر ننه چې دوولس کاله کېږی نه ویجاړ مکتبونه اباد شوی او نه هم د هغوی عاملین پېژندل شوی او مجازات شوی دی.

نه جبرانېدونکی فساد:

یو شمېر قومی مشران او مدنی فعالان او ملی شورا کې د دې ولایت استازی ټول په دې باور دی چې سربېره پر دې ټولو اسنادونو، معلوماتو او ارزیابیانې چې ترسره شوې دی ښوونځیو د کارونو د نیمګړتیا په اړه او د زرګونه ډالرو مصرفېدلو سربېره په دې فساد کې هېڅوک د عاملینو په ټوګه نه دی پېژندل شوی او حتی دوې لسېزی نور به هم څوک د داسې فساد شاهدان و نه اوسېږی.

علی محمد د یحی خېلو د پوهنې امر ادعا کوی، چې د اتحاد زانکی د مکتب د نیمګړو کارونو په اړه یې څو ځله موضوع د پوهنې ریاست سره شریکه کړې؛ خو د څو کلونو په تېرېدو سره په دې اړه هېڅ نده ترسره کړی، د هغه په خبره هر یو ښوونځی په کال کې له سلو تر یو نیم سلو جدید الشموله زده کوونکی لری، چې د دې رقم په اساس د دې مکتبونو د غیر فعالیت پر اساس په تېره یوه لسېزه کې تر زرو زیات واجد الشرایط زده کوونکی په دې سیمه کې له زده کړو محروم پاتې شوی دی.

سور ګل مخلص د یوسفخېلو د پوهنې امر همدا رنګه تاییدوی، چې د دې مکتبونو د نیمګړی پاتې کېدو له امله تر لسو کلنو په ډېره موده کې په دې ولسوالۍ کې ماشومان له زده کړو او ښوونځیو ته له تللو محروم پاتې شوی.

د مخلص په خبره حتا ځینې زده کوونکی چې له ابتداییه متوسطو زده کړو ته ارتقا کوی د مکتب د نشتون او یا فاصلې درلودلو له امله خپلو درسونو ته ادامه نه شوی ورکولی او بېسواده پاتې شوی دی.

د یوسف خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی خان محمد چې ځان ۱۷ کلن یادوی تر څلورم ټولګی پورې یې زده کړې په یوه ابتدائیه ښوونځی کې چې د سویډن موسسې له لوری یې کور ته څېرمه جوړ شوی و لوست کړی و، د دې له امله چې عبدل بابا ښوونځی نیمګړی پاتې او نیږدې بل کوم ښوونځی نه و؛ نو نوموړی ونه توانېد، چې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړی.

خان محمد چې اوس د دوه نیم سوه مزد په بدل کې هره ورځ سخت کارونه کوی وایی، که چېرته زموږ مکتب جوړ وای اوس به زه دوولسم ټولګی کې وم؛ خو ونه شوه ځکه خو له قلم او کتاب لرې پاتې یم.

هغه محرومیت چې د خان په شان یې سلګونه نور زده کوونکی په تېره یوه لسیزه کې له زده کړو بې برخې کړې تر اوسه هېڅ کس، بنسټ، سیمه ییزو مسوولینو او حتا د پوهنې وزارت هم ځواب نه دی ویلی.

د پوهنې وزارت ویاند په لومړنۍ اړیکه کې د پیک له خبریال څخه وخت وغوښت څو معلومات په لاس راوړی، مګر له هغې وروسته یې اړیکې ته ځواب نه دی ورکړی.

نه یوازې د درېیو نیمګړو ښوونځیو خبره ده، بلکې د پکتیکا ولایت د پوهنې د ریاست د معلوماتو په اساس په یاد ولایت کې ۱۳۷ ښوونځی ودانۍ نه لری. پکتیکا ولایت کې ټول ټال یو لک څلورویشت زره زده کوونکی په زده کړو بوخت دی، چې لس سلنه یې نجونې تشکیلوی؛ خو دې معلوماتو ته د شک په سترګه کتل کېږی لکه څنګه چې په ولسی جرګه کې د پکتیکا د خلکو استازی میرزا کټوازی وایی، د افغانستان په سطحه د دې ولایت د پوهنې له بهیر سره لویه او نه بښوونکی جفا شوې ده.

د پوهنې ریاست تدریسی مرستیال نسیم واجد هم د دې ښوونځیو په جوړولو کې ستر فساد ته اشاره کړې او وایی چې په دې اړه هېچا له مسوولینو پوښتنه نه ده کړې.

د پوهنې ریاست مسوولین په دې برخه کې د شوی فساد په منلو سره وایی، چې د عبدل بابا، مېست، زاڼکی او نعمانی ښوونځیو په جوړولو کې فساد شوی خو وایی، چې د دې ویجاړو ښوونځیو ارزیابی او بیا جوړوونه به کوی.

دوی وایی چې په خپلو امکاناتو سره یې زده کوونکو ته د زده کړو په موخه خیمې مهیا کړې دی.

سربېره پر دې کټوازی د پیک خبریال سره په خبرو کې د موضوع د تعقیب او ارزیابی وعده ورکړې او ټینګار کوی، چې په دې فساد کې به له ښکېلو مسوولینو سره به د عدلی او قضایی ارګانانو په همکارۍ حساب کتاب کوی.

تمامی حقوق انتشار و حق کاپی رایت مطالب برای مرکز خبرنگاری تحقیقی پیک محفوظ است.