KABUL WEATHER

له ۲۰ کلونو وروسته؛ کابل ښار کې د چادریو تود بازار

Home » Latest » له ۲۰ کلونو وروسته؛ کابل ښار کې د چادریو تود بازار

د طالبانو راتګ له ګنګوسو سره، نه یوازې دا چې په کابل ښار کې د چادري اغوستونکو ښځو شمېر ډېر شوی، بلکې د یوې چادرۍ بیه، هم د تېرکال په پرتله درې چنده زیاته شوې ده.

جولای 28, 2021 by
له ۲۰ کلونو وروسته؛ کابل ښار کې د چادریو تود بازار

کابل ـ پیک ۱۴۰۰ کال زمري ۵
خبریاله: فاطمه اماني
د طالبانو راتګ له ګنګوسو سره، نه یوازې دا چې په کابل ښار کې د چادري اغوستونکو ښځو شمېر ډېر شوی، بلکې د یوې چادرۍ بیه، هم د تېرکال په پرتله درې چنده زیاته شوې ده.
په کابل کې یو شمېر چادري اغوستونکې ښځې پردې باوردي چې اوس ټول د طالبانو د وحشت په اړه خبر دي. نو له دې امله، مخکې له دې چې د دغې ډلې لخوا له کوم ګواښ سره مخ شي، باید سرله اوسه یو بدل پوشه چادري واخلي.

په مزاري او هراتۍ، پاکستاني او چینايي او … مشهورې وطني چادرۍ چې ارزانه یې ۵۰۰ افغانۍ او قیمته یې تر ۲۵۰۰ افغانۍ پورې د کابل ښار په بازارونو کې په عمده او پرچون ډول پلورل کېږي.


کابل منډوي کې هټیوال شبیر احمد چې په وینا یې له څو لسیزو راهیسې د چادریو، برقې، حجاب او ښځینه چپنو سره سرو کار لري، د پیک خبریال ته وايي:
«په دې وروستیو کې، د حجاب او چپنې په پرتله، د چادرۍ غوښتنه ډېره شوې. تقریباً ۸۰ سلنه روزمره خرڅلاو د چادرۍ دی.»
نوموړی زیاتوي چې د سږکال پسرلي مخکې تر ټولو ښې چادرۍ بیه، ۸۰۰ افغانۍ وه، خو اوس په ۲۵۰۰ افغان ده. د نوموړي په وینا، ددغه بدلون دلیل او کابل ښار بازار کې د چادرۍ د غوښتنې زیاتوالی، د ډالر د بیې لوړوالی، په هېواد کې د تاوتریخوالي زیاتوالی او دولت سره د طالبانو راتلل دي.
د کابل ښار څلورمې ناحیې اوسېدونکې او د یوه خصوصي ښوونځي ښوونکې سکینه شیرزاد وايي:
«که چېرې طالبان هم راشي، له همدې جامې او قیافې سره کار ته دوام ورکوم او دا زما حق دی.»
بل پلو، د کابل ښار یوولسمې ناحیې اوسېدونکې زرمینه چې په ویناتراوسه د چادرۍ اغوستل نه دي تجربه کړي، د نورو په پرتله متفاوته لیدلوری لري. نوموړې وویل:
«څرنګه چې کرونا مجبوره کړي یو چې ماسک واچوو، خیر دی د طالب ویروس به هم له چادري سره وقایه کړو.»


خو شریفه چې چادري یې پر سر ده او لوګر ولایت څخه د جګړو له امله بې ځایه شوې او کابل ته راغلې، وايي چې په چادري اغوستونکې کورنۍ کې نړۍ ته راغلې، لویه شوې او د طالب له جبر پرته له چادري سره یې عادت کړی.
هغه د کابل پوهنتون د ښوونکې او د سیاسي چارو شنوونکې شهلا فرید په باور، د طالب له جبر پرته نه، بلکې له پرېشانه،محرومه او کورکې محصور شخصیت سره له طالباني نظام څخه متاثره بللې ده.
اغلې فرید زیاتوي چې په کور کې د ښځو محصوره کېدل له واقعي مانا سره، «د ښځې معنوي وژل» دي او دا ټول د اساسي قانون، د بشري حقونو نړیوالو میثاقونو خلاف او د افغانستان ښځو ته د منلو نه دي.
مدني فعاله لیلا نوراني د افغانستان ښځو د شل کلنو لاسته راوړنو په اساسي حقوقو باندې ټینګار سره وايي چې په هر نظام کې د ښځو حقوقي او قانوني ازادیو محدودیت په برخه کې هر ډول پرشاتګ ناشونی دی.
سره له دې چې ځینې په افغانستان د چادرۍ مخینه، د انګلیس استعمار له دورې او له هند څخه یې افغانستان ته لېږد او ځینې یې هم له عربستان څخه افغانستان ته د اسلام دین له راتلو او حتی د دغه هېواد له څو زره کلن فرهنګ سره تړاو کې بللې ده؛ خو د ځینو دیني علماوو په باور، د چادرۍ اغوستل په اسلام کې هېڅ ډول جبر او الزامیت نه لري.
د دیني عالم مولانا بهر الدین جوزجاني په وینا، که چېرې یوه ښځه مناسبه اسلامي جامه ولري، د چادرۍ او بل هر ډول حجاب د اغوستو لپاره هېڅ الزامیت نشته او اجبار یې د یوه شخص د پوهې له نشتوالي سره تړاو لري چې د دین او مذهب په اړه په څه نه پوهېږي.
د چادرۍ بازار تودوالي په اړه هیلې په داسې حال کې څرګندېږي چې په دې وروستیو کې، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مسؤولینو د طالبانو واکمنۍ لاندې سیمو کې د ښوونځیو او بنسټیزو مرکزونو د تړل کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.


د دغه کمېسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ وايي چې د دغه بنسټ د نویو موندنو له مخې، طالبانو چې هره ولسوالي نېولې، په ښځو باندې یې سخت قیودات لکه د چادرۍ اغوستل وضع کړي چې حتی له شرعي محرم پرته له کور څخه د وتلو اجازه هم نه لري.
په همدې حال کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت په قطرکې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د حد اقل يوې ښځې په نشتون باندې له نیوکې سره پردې باور دی چې د ښځو پروړاندې د دغې ډلې د ۲۰ کلونو مخکې ذهنیت پر ځای دی.
د دغه وزارت ویاند کبرا رضايي د رامنځ ته شوي وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي د ښځو د حقوقو او ازادیو په پام کې نه نیولو سره به د افغانستان ښځې یو ځل بیا په کور کې بندې او له ټولو حقوقو او مدني ازادیو څخه به بې برخې شي.

تمامی حقوق انتشار و حق کاپی رایت مطالب برای مرکز خبرنگاری تحقیقی پیک محفوظ است. مدیر وبسایت : محمد حسین انصاری