KABUL WEATHER

حمایتی فرصت

Home » حمایتی فرصت

پیک د څېړنیزې خبریالۍ مرکز

د پیک د څېړنیزې خبریالۍ مرکز د ملاتړ فرصت پروګرام (Fellowship 2019)

د نوم لیکنې بهیر د روان کال د اکتوبر تر ۲۰ مې نیټې دوام لری.

(PAYK Fellowship) د پیک څېړنیزې خبریالۍ د مرکز یو نوی نوښت دی. پیک چې په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې جوړ شوی، په افغانستان کې د څېړنیزو تولیدی راپورونو او د څېړنیزو خبریالانو د روزنې او ملاتړ په برخه کې کار کوی.

(د پیک ملاتړی فرصت) د روڼتیا، د فساد د افشا‌ء کولو او د دولتی ارګانونو د فعالیتونو په هکله د مهمو موضوعاتو او حیاتی مسایلو د ژور پوښښ د ملاتړ په موخه جوړ شوی دی. په داسې حال کې چې د هېواد ډېری رسنۍ د څېړنیزو راپورونو د جوړولو په برخه کې نسبی وړتیاوې هم نه لری، دا (Fellowship) له څېړنیزو خبریالانو سره مرسته کوی چې د غوره څېړنیزو راپورونو د جوړولو لپاره کافی وخت او لګښت ولری او ژوره څېړنه وکړی.

دا پروګرام د امریکا د پراختیایی ادارې (USAID) او په کابل کې د انټرنیوز  (Internews) د نړیوالو دفتر د (رسنۍ) پروګرام له لوری تمویلېږی.

پیک د څېړنیزې خبریالۍ مرکز په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې دا ملاتړی فرصت هغه خبریالانو ته ورکوی چې د غوښتنلیک پر بنسټ په شرایطو برابر وی. په دې پروګرام کې به شپږ خبریالان د څېړنیزو راپورونو د جوړولو لپاره وټاکل شی او هر خبریال به د یو راپور جوړولو لپاره زر امریکایی ډالر ترلاسه کړی. د دې پروګرام وخت درې میاشتې دی او په دې وخت کې به ټاکلی خبریالان د پیک له لوری د یاد شوو پیسو سربېره روزنیزې او لارښوونکې مرستې هم  ترلاسه کړئ.

د غوښتنلیک د لېږلو لارښود:

هغه څېړنیز خبریالان چې غواړی له دې ملاتړی فرصت ګټه واخلی، باید د درېیو میاشتو په ترڅ کې د څېړنیز راپور د جوړولو لپاره –چې )د ټاکنې له مرحلې وروسته پیلېږی) کاری پلان راوستوی، همدارنګه غوښتونکی باید د  څېړنیز راپور د سوژې د توضیح ترڅنګ د څېړنې د ډول او څېړنیز راپور د بشپړولو د کار عملی مراحل هم په ګوته کړئ.

د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په لومړۍ مرحله کې به د دوو ښځینه خبریالانو په ګډون شپږ څېړنیز خبریالان وټاکل شی چې درې به یې له کابل او درې نور له ولایتونو څخه وی.

په دې پروګرام کې ټاکل شوی څېړنیز خبریالان مکلف دی چې د هغه رسنۍ د لیکوال پلاوی د مشر چې د څېړنیز راپور د نشر ژمنه یې شوې په لاسلیک سره رسمی مکتوب پیک ته وړاندې کړی. غوښتونکی باید د خپل څېړنیز راپور د غوره والی (کیفیت، نشر او اغېزمنیتا) د بهیر په هکله توضیح ورکړی. آزاد خبریالان هم کولی شی د هغې رسنۍ چې غواړی راپور پکې نشر کړی د مسؤول مدیر په لاسلیک سره د یو رسمی لیک په وړاندې کولو سره په دې فیلوشیپ کې ګډون وکړی.

تر ټولو غوره غوښتنلیکونه به هغه وی چې تر نورو غوره څېړنیزه سوژه او د څېړنیز راپور د جوړلو لپاره عملی مرحلې -چې د عامه پوهې د لوړاوی او په دولتی ارګانونو کې د روڼتیا د زیاتوالی لامل ګرځی- وړاندې کړی.

لاندې ټکی باید په غوښتنلیک کې ولیکل شی:

  1. په یوه یا دوو جملو کې د هغې موضوع څرګنده شرحه چې تاسو د دې فیلوشیپ په ترڅ کې ورباندې راپور جوړوئ.
  2. دې موضوع شالید بیان کړئ او په لنډو ووایاست چې مخکې دا موضوع څېړل شوې که نه؟ څنګه دا موضوع له تاسو او خلکو سره تړاو لری او په راتلونکو ارزونو کې یې باید کومو اړخونو ته کتنه وشی.
  3. که یو آزاد خبریال یاست، په مهربانۍ سره د خپلې موضوع د نشر ستراتیژی څرګنده کړئ. څه ډول غواړئ چې دا راپور نشر کړئ؟ د هرې هغې رسنۍ په هکله چې غواړئ راپور ترې نشر کړئ وضاحت ورکړئ.
  4. د راپور د جوړولو او بشپړولو لپاره خپل زمانی جدول واضح کړئ.
  5. غوښتنلیکونه باید لاندې موارد ولری:
  • د څېړنیز راپور د وړاندیز شوې موضوع په هکله مو کاری توضیح او نظر.
  • د فیلوشیپ د دې پروګرام سره ستاسو د علاقې د کچې په هکله معلومات.
  • مکتوب یا د رسنۍ ژمن پاڼه چې ستاسو د راپور د نشر لپاره حاضره وی.
  • دوې سپارښت پاڼې
  • خلص سوانح
  • کاری نمونه
  1. د ټاکنې لارښود:
  • د څېړنیز راپور د کیفیت او د وړاندیز شوې سوژې ارتباط چې د ډېرو خلکو د پوهاوی او دولتی امورو په روڼوالی کې مرسته وکړی.
  • د وړاندې شوی نظر بیانول او وضاحت، د راپور جوړولو بڼه او مسلکی تمرکز.
  • په ټاکلی وخت د پروژې د پشپړتیا لپاره عملی او واقعی پلان.
  • د هر رسنیز ارګان څخه د یو څخه ډېر غوښتونکی نه ټاکل کېږی.
  • د غوراوی پلاوی د پیک د دفتر له لوری معرفی کېږی چې له پنځو تنو څخه جوړ وی، غړی یې د خبریالانو د فدراسیون، د رسنیزو ارګانونو او د مدنی ټولنې استازیتوب کوی.
  • د غوراوی پلاوی کې باید د هغو رسنیو استازی ګډون ونه لری چې کارکوونکو یې د دې فیلوشیپ لپاره غوښتنلیکونه ورکړی وی.
  • د غوراوی پلاوی کې باید لږ تر لږه دوې ښځې ګډون ولری.
  • د فیلوشیپ پروګرام ته غوښتنلیک لېږونکی شخص باید د هېواد په یوه رسنۍ کې فعال خبریال وی او د کار په پای کې خپل راپور په اړونده رسنۍ کې نشر کړی.

هغه خبریالان چې یاد شرایط پوره کولی شی او غواړی دې پروګرام ته غوښتنلیک واستوی. آنلاین فورم چې له خبرتیا سره یو ځای دی باید د اکټوبر تر پایه د MS Word یا PDF فارمټ کې بشپړ او لاندې ایمېل ته را واستوی.

د غوښتنلیک د وړاندې کولو طریقه:

پروګرام ته د غوښتنلیک د وړاندې کولو په موخه، تاسو ته پکار ده چې د فیلوشیپ غوښتنلیک ډک او له بشپړوونکو اسنادو سره یوځای، چې پورته یې یادونه شوې ده،  Application@paykreports.com بریښنا لیک ته واستوئ. که چېرې د غوښتنلیک د سپارلو د بهیر په اړه کومه پوښتنه ولرئ، له  0708916867 شمېرې سره اړیکه ټینګه کړئ.

د غوښتنلیکونو د سپارلو وروستۍ نېټه:

ټول غوښتنلیکونه باید د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر میاشتې تر ۲۰ مې نېټې پورې وسپارل شی.

د فیلوشیپ غوښتنلیک فورمه

تمامی حقوق انتشار و حق کاپی رایت مطالب برای مرکز خبرنگاری تحقیقی پیک محفوظ است.