KABUL WEATHER

زمونږ په اړه

Home » زمونږ په اړه

د پیک په اړه:

د تحقیقی راپورونو جوړول، د تحقیقی خبریالانو روزنه او ملاتړ او په هېواد د تحقیقی خبریالۍ د ودې لپاره هڅې، د پیک اساسی موخې دی. د پیک تحقیقی خبریالۍ مرکز، د یوه خپلواک، ناپییلی او غیر انتفاعی رسنیز بنسټ په توګه د ۱۳۹۱ کال وږی میاشت کې په فعالیت پیل وکړ.

تحقیقی راپورونه

د تحقیقی راپورونو تولید، د پیک مهم فعالیت دی. په دغه موده کې د پیک خبریالانو ډلې ډېر تمرکز، د مهمو موضوع ګانو لکه، فساد، ټاکنو، امنیت او بشری حقونو باندې دی. پیک تراوسه د دغو مسایلو په تړاو سلګونه راپورونه جوړ کړی چې د چاپی او انټرنټی رسنیو په مټ خپاره شوی دی.

روزنیزې دورې

پیک کله نا کله د تحقیقی خبریالۍ د نظری او عملی تدریس لپاره د ډیټا ژورنالیزم او عملی خبریالۍ په برخه کې روزنیز پروګرامونه جوړوی. په ۱۳۹۱ کال کې د پیک فعالیت له پیله، له دغه روزنیز پروګرام څخه لسګونه خبریالان برخمن شوی دی.

د پیک فیلو شیپ

د روزنیزو پروګرامونو په خواکې، پیک د خبریالۍ لومړنی مرکز دی چې د (پیک فیلو شېپ) پروګرام یې پیل کړی دی. له ۱۳۹۶ کال راهیسې، نږدې شل تنه تحقیقی خبریالان د فیلو شیپ له مزایاوو (ګټو) برخمن شوی دی.

د پیک فیلو شېپ مزایاوې (ګټې):

د پیک ډیټاژورنالیزم او تحقیقی خبریالۍ روزنیزو دورو کې ګډون؛

د یوه تحقیقی راپور جوړولو لپاره د لګښتی مرستې ترلاسه کول؛

د تحقیقی راپور جوړولو په بهیر کې لارښوونه او ملاتړ؛

د پیک په ویبپاڼه او نورو معتبره رسنیو کې د تحقیقی راپور خپرول.

د تحقیقی خبریالانو شبکه

پیک دغه راز، په ټول هېواد کې په مسلکی او تخنیکی برخو کې د تحقیقی خبریالانو ملاتړ کوی.

«د افغانستان تحقیقی خبریالانو شبکه» چې په ۲۰۱۷ د پیک لخوا جوړه شوه، تراوسه توانېدلې چې د هېواد په پلازمینه او ټول هېواد کې له ۲۰۰ زیات خبریالان راټول کړی. دغه شبکه د تحقیقی خبریالۍ، له خبریالانو د ملاتړ، ګډو راپورونو تولید او دغه راز د شبکې غړو لپاره د کاری او روزنیزو فرصتونو د کارونې په اړه د افکارو تبادلې زمینه برابروی.

د پیک خبریالۍ تحقیقی مرکز، هڅه کوی چې پلازمینه او د هېواد په لویو ښارونو کې د کنفرانسونو په جوړولو سره، تحقیقی خبریالی د ملی او سیمه ییزو رسنیو په کار کې بنسټیزه کړی او دغه بهیر نور هم پیاوړی کړی.

د پیک مشرتابه  تجربه لرونکی او یوې لسیزې زیاتې کاری مخینې لرونکی خبریالان دی.

تمامی حقوق انتشار و حق کاپی رایت مطالب برای مرکز خبرنگاری تحقیقی پیک محفوظ است.