KABUL WEATHER

د کونړ د ځنګلونو لوټل، لا هم روان دی

Home » اقتصادی » د کونړ د ځنګلونو لوټل، لا هم روان دی

د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کې یوه ډله غیر مسووله وسله والو د یو ځایی چارواکی په همکارۍ تېر یوه کال کې  د څه د پاسه سلو میلونه افغانیو په ارزښت د باډیل ځنګل د نښترو ونې لوټلی دی.

حوت ۴, ۱۳۹۷ by
د کونړ د ځنګلونو لوټل، لا هم روان دی

د کونړ د ځنګلونو لوټل لا هم روان دی

 

د پیک څېړنیز ژورنالیزم مرکز

کونړ ـ ۱ کب ۱۳۹۷

خبریال: محفوظ الحق کاکړ

 

د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کې یوه ډله غیر مسووله وسله والو د یو ځایی چارواکی په همکارۍ تېر یوه کال کې  د څه د پاسه سلو میلونه افغانیو په ارزښت د باډیل ځنګل د نښترو ونې لوټلی دی.

د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغې شپږ سوه کسیزې  ډلې د باډیل ځنګل په شاواخوا د مختلف النوع وسلو او تجهیزاتو په درلودلو ۱۸ امنیتی جوړې او تر اوسه یې ۱۲۰۰ څخه زیاتې د نښتر ونې وهلی، چې لا هم دغه چاره روانه ده.

د پیک څیړنیز ژورنالیزم مرکز داسې اسنادو او معلومات ترلاسه کړی، چې یاده قضیه له میاشتو راهیسې د کونړ په څارنوالۍ کې بې سرنوشته پرته ده او متهمین تر اوسه نه دی بندیان شوی.
د ۱۳۹۷ کال د غویی میاشتې په نهم تاریخ د کونړ د نرنګ ولسوالۍ له لورې یو مکتوب د دغه ولایت ملی امنیت، امنیه قوماندانۍ او کرنی ریاست ته لیږل شوی، چې د ۲۲ کسانو نومونه په کې ذکر شوی او د ځنګل په وهلو او قاچاق تورن شوی دی.

په دغه لست کې د یو شمېر سیمه ییزو قومی مشرانو سربیره؛ د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ د رییس ډاکټر سید محمد نوم هم ذکر شوی؛ خو ښاغلی سید محمد یاده موضوع رد کړی ده.

د دې سربیره د پیک څېړنیز ژورنالیزم مرکز موندنې ښیی، چې د ۱۳۹۶کال له پیله، د روان کال تر ژمی پورې د کونړ د ځنګلونو عمومی  مدیریت له لوری د ځنګلونو د خپلسری وهلو په تړاو سیمه ییزو او ولایتی چارواکو ته نږدې اتیا رسمی مکتوبونه لیږل شوی، چې په یاده موده کې هیڅ یو مکتوب ندی ځواب شوی.

که څه هم په کونړ او یا هم د هیواد په نورو برخو کې د ځنګلونو د وهلو په تړاو دقیق ارقام په لاست نشته؛ خو څه موده وړاندې په ملی شورا کې د کونړ د خلکو استازی سناتور محمد طیب عطا ویلی و چې هره ورځ نږدې ۳۰۰۰ ونې د کونړ له ځنګلونو په خپل سری او غیر قانونی ډول وهل کېږی او لا هم دغه کار د پراختیا په حال کې دی او پایله کې یې د هیواد دغه ملی شتمنی د له منځه تلو په حال کې ده.

د کونړ ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې د یاد ولایت له ۶۵ سلنه ډیره ځمکه د صبر، نښتر، کاسی، ګورګورې، څېړۍ او نورو مثمرو او غیرو مثمرو ونو ځلونونو پوښلې ده.

د سیمه ییزو سرچینو د شمېرو له مخې، هر کال د لرګو د قانونی لیږد او صادراتو له محصوله پنځوس میلونه افغانۍ د دولت بودیجې ته رسیږی؛ خو دغه اندازه د غیرمسووله وسله والو او کسانو د عوایدو په پرتله ډېره کمه ده.

په کونړ ولایت کې د لرګیو د صنعت د کاروباریانو په وینا اسد اباد ښار کې د نښتر هره لویه ونه تر ۸۰ زره افغانیو پلورل کېږی. د دغو کاروباریانو په وینا د نښتر لرګی ځکه قیمته پلورل کېږی، چې تر ډیر وخته مقاومت کولی شی او دغه راز د حجارۍ او نجارۍ په چارو کې تر ښه ډیزاینونه رامنځته کېدلی شی، چې په داخلی او خارجی بازارونو کې یې میزونه، تختونه، څوکۍ، پنجرې، کټارې او نور زینتی شیان ډیر شهرت لری.

د ځنګل قاتلین د جعلی طالبانو په جامو کې

پیک ته د سیمه ییزو چارواکو او خلکو له لورې داسې معلومات او تصویرونه په لاس ورکړل شوی، چې یو شمېر وسله وال کسان د ځنګلونو په خپلری وهنه بوخت دی. دغو سرچینو د پیک خبریال ته ویلی چې یوه وسله واله ډله یو شمېر دولتی چارواکو سره په همغږۍ د باډېل ځنګل لوټی.

د نرنګ ولسوالۍ د باډیل درې یو قومی مشر عبدالقادر ساپی د پیک خبریال ته وویل: ((د کونړ سیمه ییزه اداره ټوله په دې خبره ده، چې یوه مافیایی کړۍ د یو سیمه ییز چارواکی په همکارۍ د باډیل ځنګل قاچاق کوی؛ خو هېڅ اقدام نه کوی.))

ښاغلی ساپی زیاتوی، چې د جعلی طالبانو په نوم یوه غیر مسووله وسله واله ډله د ځنګل په شاوخوا کې د امنیتی پوستو په جوړولو سره د خلکو تګ راتګ مخنیوی کوی؛ د ځنګل ونې پری کوی او د ولایت او هیواد څخه یې د باندی لیږدوی، چې یاده چاره د محلی چارواکو د امکاناتو، همکارۍ او اړیکو څخه پرته ناشونې ده.

د دې ترڅنګ چې د نرنګ ولسوالۍ له لورې په رسمی ډول د ۲۲ کسانو لېست چمتو شوی، د سیمې یو شمېر خلکو او قومی مشرانو د کونړ ولایت مقام ته یو عریضه کړې چې په کې یادونه شوې د کونړ د مخابراتو رییس ښاغلی سید محمد له دولتی امکاناتو څخه په استفادې یادو ځنګل وهونکو ته د ټرانسپورټ او اعاشې اسانتیاوې برابروی.

دا عریضه چې په پښتو ژبه لیکل شوې او په اخره کې یې د یو شمېر قومی مشرانو او د سیمه ییزو شوراګانو د مشرانو لاسلیکونه او مهرونه لګول شوی، یوه برخه کې یې داسې راغلی دی: ((موږ د باډیل درې اوسېدونکی له کلونو راهېسې په خپله سیمه کې د نښتر ونو د یو لوی ځنګل ساتنه کوو، اوس د کونړ د مخابراتو د رییس ډاکټر سید محمد په مشرۍ یوه زورواکې وسله واله ډله ، د ځنګل وهنې په ډیرې بې رحمۍ قطع کوی او قاچاق یې هم روان کړی دی…))

د کونړ د کرنې ریاست هم په یو رسمی لیک کې دا موضوع د کونړ ولایت مقام ته راجع کړې او ورڅخه یې د قانونی چلند غوښتنه کړې ده. د کونړ د والی مرستیال ګل محمد بیدار منی، چې دا لیک د روان کال د غویی په میاشت کې د دغه ولایت استناف څارنوالۍ ته د همده په لاسلیک صادر شوې او ورته د قانونی اجرااتو هدایت شوی دی. خو په داسې حال کې چې له غویی میاشتې نږدې لس میاشتې تېرېږی، د کونړ استناف څارنوالۍ په دغه برخه کې هېڅ اقدام نه دی کړی او له یادو ۲۲ کسانو څخه یې هېڅ کس نه دی نیولی.

ښاغلی سید محمد د پیک خبریال سره په ټیلفونی اړیکه کې په ځان لګیدلی ټولو تورونو ردولو سره وویل، چې د دغو تورونو په اړه هیڅ سند او یا هم شواهد نشته دی. د پیک د خبریال هڅې د هغو سیمه ییزو قومی مشرانو او زورواکو، چې نومونه یې د تورنو په لست کې راغلی د نظر اخستلو لپاره د سیمې د نا امنۍ  او د هغوی د اوسیدو سیمې ته د خوندی لاسرسی نه لرلو  له امله پایله ورنکړه.

د کونړ د ولایتی شورا رییس حاجی ولایت خان مشواڼی د باډیل درې د سیمه ییزو مشرانو د عریضې د تاییدولو تر څنګ د دې ولایت استناف څارنوالۍ څخه غواړی، څومره ژر چې کیدایشی د دې کسانو قضیه محکمې ته محول کړی.

له دې ټولو سره سره د کونړ د استناف څارنوالۍ منی، چې د باډیل ځنګل قضه په سیمه کې د ناامنۍ او تورنو کسانو ته د نه لاسرسی له امله په ځنډ مخته ځی؛ خو ډاډ ورکوی، چې دا موضوع به په جدی ډول تعقیب کړی.

د کونړ د استناف څارنوالۍ رییس عبدالحمید حیدری په دغه قضیه کې د غفلت او نه رسیدګۍ تورونه ردوی او وایی: ((له ۱۳۹۵ کال راهېسې مو له ۶۰ ډیر کسان د ۲۲۰۰ فوټه لرګیو د خپلرې وهنې او قاچاق په تور نیولی او دوسیې مو محکمې ته لېږلې دی او له ۷۰ څخه د زیاتو کانو دویې اوس هم تر کار لاندې دی، چې ډیر ژر به هغه هم محکمې ته محول شی.)) (یو فوټ د متر څه باندې دریمه برخه ده.))

خو دا چې تر اوسه د باډیل د قضیې په تړاو تر اوسه د تورنو کسانو په نیولو او د یادې قضیې په مخ بېولو کې تر اوسه اقدام نه دی شوی؟ کره ځواب ورنکړ.

د کونړ والی: (د باډیل ځنګل په اړه هېڅ معلومات نه لرم.)

د کونړ والی عبدالستار میرزکوال نږدې کال وړاندې انیس دولتی ورځپاڼې ته ویلی و چې له دې وروسته به دولتی ځنګلونه د خلکو پر ملکیت بدل شی او په خبره یې د همدې کار لپاره یې د ولسوالیو او کلیو په کچه ۷۵ ولسی شوراګانې جوړې کړې دی چې دا به هم د ځنګلونو ساتنه کوی، هم به د قاچاق مخه نیسی، نوی ځنګلونه به جوړوی او د دې سربېره به زرګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شی.

همداشان د کونړ د کرنې پخوانی رییس هم تېر کال د (آوا) خبری اژانس سره په خبرو کې د دغه پروګرام د مخته وړلو لپاره د ولسمشر له لورې د ۱۹ میلیونه ډالرو د منظورۍ خبره کړې وه.

خو د کونړ د ځنګلونو د عمومی مدیر مطیع الله صبور د معلوماتو له مخې دا ژمنې او خبرې یوازې پر واوره لیکل شوی او هېڅ عملی اقدام نه دی شوی.

د دې ټولو سربېره د سیمه ییزو او رسمی سرچینو څخه پیک ته په لاس ورکړل شوی معلومات په ډاګه کوی، چې د دغو ټولو اسنادو، مدارکو او عریضو په موجودیت کې چې د نرنګ ولسوالۍ د باډیل ځنګل د تخریب او قاچاق په اړه شوی او نږدې لس میاشتې ترې تېرېږی چې عدلیی او قضایی ارګانونه په جریان کې شوی، خو لا هم تورن کسان له کوم قانونی تعقیب پرته خپل کار ته دوام ورکوی او سیمه ییز چارواکی هم اعتراف کوی، چې په باډیل ځنګل کې د یادې ډلې د فعالیت په مخنیوی کې پاتې راغلی دی.

بل لور ته، د هیواد په ختیځ کې یو شمېر مدافع وکیلان او حقوق پوهان په دې اند دی، چې د هیواد په نافذه قوانینو کې د ځنګل د لرګو قاچاق کوونکو ته هیڅ ډول سخته سزاء نه ده ټاکل شوی او د سختې سزاء نشتون له کبله قاچاق کوونکی په ډاډه زړه د ځنګلونو په وهلو او قاچاق لګیا دی.
د کونړ ولایت استیناف څارنوالی هم منی، چې د افغانستان د جزا کوډ کې ځینی ستونزې شته او د یاد قانون له مخې د ځنګل وهونکو ته یوازې مالی جریمه ټاکل شوې.

د افغانستان د جزاء کوډ ۸۲۱ ماده کې د ځنګل وهونکو لپاره له پنځو زرو څخه تر شپیتو زره افغانیو پورې نقدی جریمه ټاکل شوی او د ځنګل د ونو وهل د جنحه جرایمو په کتار کې نیول شوی.

د پوهنتون استاد محب الله  د قانون په پورتنۍ مادې د نیوکی تر څنګ د هیواد ملی شتمنیو د قاچاق کوونکو لپاره نقدی جریمه د خندا او حیرانتیا وړ ګڼی او وایی، چې یاد قانون باید تعدیل او د ملی شتمنیو قاچاق کوونکو لپاره دې د ټولو نه سخته سزاء وټاکل شی.

د دې ټولو رسمی مکتوبونو او د خلکو شکایات، چې د کونړ ولایت سیمه ییزو چارواکو ته رسیدلی؛ د کونړ والی ښاغلی میرزکوال د پیک د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې تر اوسه د یادې قضیې په اړه اجرآت ندی شوی او تورن کسان محکمې ته ندی ور پیژندل شوی وایی:

داسې هیڅ کوم شواهد نشته، چې زه دې د ځنګل له وهلو څخه خبر واوسم او کومه اداره هم ماته تر اوسه په دې اړه خبر ندی راکړی.”

خو بل لورته د کونړ استیناف څارنوالۍ رییس د ښاغلی میرزکوال یادې خبرې ناسمې بولی او وایی، چې د ولایت رهبری په جریان کې ده.

د کونړ ولایت یو شمېر مدنی فعالان او د ولایتی شورا غړی د باډیل د ځنګل  موضوع اوپه دې ولایت کې د ځنګلونو د بد وضعیت په اړه د اندیښنې ښودلو تر څنګ وایی، د یاد ولایت په نورو ولسوالیو لکه نرنګ، څوکۍ او غازی اباد کې هم د ونو غیر قانونی وهل او قاچاق روان دی او سیمه ییز چارواکی د هیواد د دې شتمنۍ د ساتنې په برخه کې ناتوانه دی.

د اقتصادی چارو او چاپیریال ساتنی د کارپوهانو په اند د دې ملی شتمنۍ د له منځه وړلو له امله به د هیواد په اقتصاد او چاپیریال به ډېر کلک ګوزار شوی وی او د دې ملی شتمنۍ د ساتنی په برخه کې دولت او ملت ټول ګډ مسوولیت لری.

بل لور ته د کونړچاپیریال ساتنی ادارې مشر عبدالشکورهم سیمه ییزه اداره د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې ناتوانه ګڼلو تر څنګ وایی:

«یوه ورځ ماڼوګی ولسوال ته مې وویل، چې غیر مسووله کسان ستاسو په ولسوالۍ کې د ځنګل ونې وهی…په ځواب کې وویل، له وسې مو پوره نه ده

 

 

 

.

تمامی حقوق انتشار و حق کاپی رایت مطالب برای مرکز خبرنگاری تحقیقی پیک محفوظ است.