KABUL WEATHER

د کرونا درملنې مرکزونو کې د یوې شپې ورځې خوړو تړون کې یوه هګۍ ۱۰۰ افغانۍ

Home » Latest » د کرونا درملنې مرکزونو کې د یوې شپې ورځې خوړو تړون کې یوه هګۍ ۱۰۰ افغانۍ

په کابل کې د کرونا مرکزونو کې ناروغانو او پرسونل لپاره یوه هګۍ په ۱۰۰ افغانۍ ده. د پیک خبریالۍ موندنې مرکز ښيي چې د کرونا درملنې مرکزونو د ناروغانو او ډاکټرانو د خوړو په مینو کې، د ډاکټرانو د درې وخته ډوډۍ بیه ۳۰۰ افغانۍ او…

جون 12, 2021 by
د کرونا درملنې مرکزونو کې د یوې شپې ورځې خوړو تړون کې یوه هګۍ ۱۰۰ افغانۍ

کابل ۱۴۰۰ غبرګولې ۲۲

خبریال: بلال خدا داد

په کابل کې د کرونا مرکزونو کې ناروغانو او پرسونل لپاره یوه هګۍ په ۱۰۰ افغانۍ ده.

د پیک خبریالۍ موندنې مرکز ښيي چې د کرونا درملنې مرکزونو د ناروغانو او ډاکټرانو د خوړو په مینو کې، د ډاکټرانو د درې وخته ډوډۍ بیه ۳۰۰ افغانۍ او ناروغانو ۲۰۰ افغانۍ ټاکل شوې؛ خو د(ډآکټر اوناروغ) د دغې ۱۰۰ افغانۍ توپیر یوازې په یوې دانې هګۍ کې دی چې په بازار کې یې بیه له ۱۰ افغانۍ زیاته نه ده.

دغه تړون چې د ۱۳۹۹ کال غبرګولې په ۹ نېټه د عامې روغتیا وزارت او انټر کانتینتال هو ترمنځ د ۲۷ میلیون افغانیو په ارزښت یوه مالي کال لپاره شوی دی.

په داسې حال کې چې کرونايي پروژو نوملړ د تدارکاتو ملي ادارې په دیتابیس کې د دغه تړون وضعیت «کارلاندې» ښيي؛ خو د افغان جاپان مسؤولین وايي چې دغه تړون د تېرکال تلې میاشت کې د ټیټ کیفیت او روغتون ته په ناوخته باندې د ډوډۍ رسولو له امله فسخ شوی دی.

د افغان جاپان روغتون د پروژو مسؤول خادم علي پیک خبریال سره په خبرو کې، د خوړو په مینو کې د ۱۰۰ افغانیو توپير په اړه نه پوهېږي وايي:

«دومره ویلی شم چې د کانتینتال خوړو کیفیت د تړون مطابق نه وو، تړون فسخ شو او اوس د روغتون د پرسونل او ناروغانو ډوډۍ موږ خپله برابروو.»

د دغه وزارت د اطلاع رسولو برخې مسؤولینو هم د پیک خبریال پوښتنې په ځواب کې لیکلي چې دغه تړون د افغان جاپان له روغتون سره فسخ شوی او د (دافغان کورنیو ساتونکې) کورنۍ مؤسسې سره شوی دی. خو له کانیټنټال هوټل سره د تړون د فسخې او دا چې ولې د تدارکاتو په دیتابیس کې دغه تړون تراوسه تر کارلاندې دی؟ په اړه یې ځواب نه ورکوي.

د کانتینتال مسؤولینو هم د پیک خبریال د زیاتو هڅو سربیره پوښتنې ځواب نه کړې.

په د اسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت د مسؤولینو په وینا، دغه تړون یوازې د افغان جاپان له روغتون سره فسخ شوی او د کوید ۱۹ له نورو مرکزونو سره پرځای دی؛ خو نه وايي چې د کیفیت ټیټوالي او ناوخته ډوډۍ رسېدو له امله، ولې له نورو مرکزونو سره نه دی فسخ شوی او ایا د تړون شرایط هم تطبیق شوي او که نه؟

څرنګه چې له کانتینتال هوټل سره د دغه وزارت د تړون عمومي شرایطو په ۲۷ ماده کې داسې راغلي دي:

«د هره ورځ ځنډ په مقابل کې د تړون مجموعي قیمت د تاخیر جریمې اندازه حد اقل ۰،۱سلنه او حد اکثر د مجموعي قرار داد ۱۰ سلنه ده.»

د تدارکاتو ملي ادارې ویاند رامین ایاز وايي چې له تړونونو د څارنې دنده د تړون کوونکي بنسټ پرغاړه ده او دا چې د تړون له فسخې د څو میاشتو په تېرېدو سره ولې دغه تړون د تدارکاتو دیتابیس کې «کارلاندې» دی، د عامې روغتیا وزارت مسؤولین یې په اړه باید ځواب ووايي.

خو د عامې روغتیا وزارت مسؤولینو د پیک خبریال هېڅ یوه کلیدي پوښتنه ځواب نه کړه. په همدې حال کې د ولسي جرګې د روغتیا کمېسیون غړی یار بازخان حمیدي پردې باور دی چې هېڅ تړون له فساد پرته نه دی. څرنګه چې له دې وړاندې هم د کمېسیون څېړنو ښوولې چې په څو ولایتونو کې د کوید ۱۹ ناروغانو د درملنې مرکزونو د پرسونل او ناروغانو د خوړو په تړون کې بیې ډېر لوړې او نه باور وړ وې  او تراوسه روښانه نه ده چې ایا دغه تړونونه پر ځای دي او که فسخ شوي دي.

تمامی حقوق انتشار و حق کاپی رایت مطالب برای مرکز خبرنگاری تحقیقی پیک محفوظ است. مدیر وبسایت : محمد حسین انصاری