KABUL WEATHER

د کابل ښاري بسونو تمځایونو غیر قانوني عواید چېرې ځي؟

Home » Latest » د کابل ښاري بسونو تمځایونو غیر قانوني عواید چېرې ځي؟

د هېواد په پلازمېنه کې د ناحیو د مسؤولینو لخوا د ښاري بسونو یو شمېر تم ځایونه په کرایه ورکړل شوي او عواید یې په غیر قانوني توګه د کابل ښاروالۍ عوایدو ته نه بلکې نا څرګند ځای ته ځي…

جون 19, 2021 by
د کابل ښاري بسونو تمځایونو غیر قانوني عواید چېرې ځي؟

کابل ــ پيک ۱۴۰۰ کال غبرګولې ۲۹

خبریال: بلال خدا داد

د هېواد په پلازمېنه کې د ناحیو د مسؤولینو لخوا د ښاري بسونو یو شمېر تم ځایونه په کرایه ورکړل شوي او عواید یې په غیر قانوني توګه د کابل ښاروالۍ عوایدو ته نه بلکې نا څرګند ځای ته ځي.

هغه تمځایونه چې ځینې له څلورو لسیزو مخکې دورې پر ځای پاتې دي او په وروستیو درې کلونو کې په ۱۸ ناحیو کې د ۱۲۰ میلیون افغانیو په ارزښت ۲۶۴ نوي تم ځایونه د کابل ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې څخه جوړ شوي دي.

کابل ښاروالۍ په خپله ویبپاڼه کې لیکلي دي چې دغه تم ځایونه په معیاري ډول د نکلي او فلزي سایوان، درازچوکۍ، سولري تنویر، کانتین او بایسکیل تمځای لري چې هر یوه تم ځای باندې تر ۴۵۰ زره افغانیو پورې لګښت راغلی دی.

د منظم ښاري ترانسپورت سیستم نشتوالی، د عامه شتمنیو ساتنې په برخه کې د خلکو او مسؤولینو نه پاملرنه، د دې لامل شوې چې د شخصي او غیر قانوني ګټنو سربېره، ځینې تمځایونه په نشو روږدو کسانو ځاله ګرځېدلي او یا هم ویجاړ شوي دي.

د پیک څېړنیز خبریالۍ مرکز له دوه ( ۳ـ ۶) ناحیو څخه په نوې څېړنه کې موندلې چې یو شمېر دغه تمځایونه د میاشتې تر دولس زره افغانیو پورې په کرایه ورکړل شوي دي. هغه سندونه او بانکي رسیدونه چې د پیک خبریال ترلاسه کړي د دې ښکارندوی دي چې د دغو هټیومیاشتنۍ کرایه د پښتني بانک څو حسابونو کې اچول شوي دي. هغه پيسې چې د کابل ښاروالۍ یې په اړه بې خبري ښوولې هغه یې غیر قانوني بللې دي.

د بسونو په دغو تمځایونو کې د خوراکي توکو له پلورونکو سره د دوي د فعالیت څرنګوالي په اړه هڅو کومه پایله نه لرله.

د دوی یو شمېر نه یوازې چې خبرو ته حاضر نشول، بلکې سپکې سپورې یې هم وکړې. یوازې دوه ـ درې تنه چې خبرو ته حاضرشول ادعایې وکړه چې دوی اړوندې ناحیې ته د میاشتنۍ کرایې په برخه کې اسناد هم لري.

د دارالامان واټ شپږمې ناحیې یو هټیوال د پیک خبریال ته وايي چې درې کاله کېږي د ناحې په امر د بس په تمځای کې یې یوه هټۍ جوړه کړې ده چې د میاشتې شپږنیم زره افغانۍ په بانکي حساب کې اچوي.

د درېیمې ناحیې اوسېدونکی علي جان بل هټیوال دی چې په وینایې قانوني سند په لاس کې لري. نوموړی وايي: «درې کاله مخکې ښه وه د میاشتې کرایه دوه نیم زره افغانۍ وه، اوس د میاشتې لس نیم زره افغانۍ د همدې تمځای کرایه د ناحیې رییس ته ورکوم.»

د درېیمې ناحیې مسؤولین خبروته حاضر نشول او د ښاروالۍ ویندوی دفتر یې د ځواب ویلو یوازینۍ مرجع بللې ده.

په همدې حال کې د کابل ښاروالۍ ویاندې سمیرا رسا پیک خبریال سره په مخامخ خبروکې د درېیمې ناحیې له رییس سره د ټیلیفوني اړیکې په ترڅ کې وغوښتل چې موضوع څه ده؟

د تیلیفون له کرښې واورېدل شول چې دغه موضوع حقیقت نه لري او سندونه جعلي دي.

د کابل ښاروالۍ ویاندې د پشتني بانک رسیدونه تایید یا نه رد وي؛ خو ژمنه یې کوي چې د غه موضوع به ډېر ژر و څېړل شی او که چېرې ثابته شي چې د کابل ښار ناحیو له مسؤولینو څوک په دغه غیر قانوني کار کې لاس لري، تر قانوني څار لاندې به ونیول شي.

د اغلې رسا په وینا، تراوسه د کابل ښاروالۍ لخوا په دې اړه هېڅ یوه داسې طرحه ترلاس لاندې نه ده نیول شوې او تمځایونو کې د دغو هټیو فعالیتونه غیر قانوني او خپل سري دي.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې د ښاري پراختیا کمېسیون غړی باز محمد زرمتی په دولتي بنسټونو کې  فساد دومره پراخ بولي چې حتی لوړ پوړي چارواکي د خپل لاس لاندې کسانو له سرغړونو څخه خبر نه دي.

په داسې حال کې چې د نوموړي په وینا، په دا ډول مواردو کې د هېواد نافذه قوانین صراحت لري چې له مخې یې سرغړونکو ته باید عدلي اوقضايي سزا ورکړل شي.

څرنګه چې د افغانستان د حقوقدانانو د ټولنې غړی وحید الله فرزه یې وايي چې له امر او قانوني جواز پرته، د هرکارمند یا دولتي چارواکي لخوا د ټولګټو ځایونو (بس تمځایونو) په کرایه ورکول اختلاص او له دندې ناوړه ګټنه بلل کېږي چې د افغانستان د جزا کود کې په دې اړه وضاحت ورکړل شوی دی.

د افغانستان د جزا کد۴۰۳ مادې اول او دویم بند کې له دندې څخه د ناوړه ګټنې په اړه داسې راغلي دي.

«که چېرې د عامه خدمتونو مؤظف د قانون خلاف د خپل ځان یابل شخص لپاره د نا مشروع منفعت د ترلاسه کولو په منظور کوم عمل ترسره کړي، له دندې څخه د ناوړه ګټې اخیستنې مرتکب شوی او په متوسط حبس یا شپېتو زرو څخه تر درې سوه زرو افغانیو پورې په نغدي جزا محکومېږي.»

تمامی حقوق انتشار و حق کاپی رایت مطالب برای مرکز خبرنگاری تحقیقی پیک محفوظ است. مدیر وبسایت : محمد حسین انصاری