KABUL WEATHER

د ژنیو له ژمني اووه میاشتي وروسته؛ شرطونه څه وو او ژمنې څومره اجراء شوې؟

Home » Latest » د ژنیو له ژمني اووه میاشتي وروسته؛ شرطونه څه وو او ژمنې څومره اجراء شوې؟

افغانستان لپاره د ژنیو له غونډې د اووو میاشتو په تېرېدو سره، د مرستو یوازې یو نیم سلنه عملي شوې؛ خو د دولت د ژمنو د عملي کېدو څرک نه لګي….

جولای 5, 2021 by
د ژنیو له ژمني اووه میاشتي وروسته؛ شرطونه څه وو او ژمنې څومره اجراء شوې؟

افغانستان لپاره د ژنیو له غونډې د اووو میاشتو په تېرېدو سره، د مرستو یوازې یو نیم سلنه عملي شوې؛ خو د دولت د ژمنو د عملي کېدو څرک نه لګي.

د پیک خبریالۍ څېړنیز مرکز په یوې نوې څېړنه کې د ژنیو په غونډه  کې  د اعلام شویو شرطونو او ژمنو د تطبیق په برخه کې د افغانستان دولت او مرستندویه هېوادونو د کړنو پرمختګ له څرنګوالي موندلې چې دغه غونډه کې د ژمنه شویو څه باندې ۱۳ میلیارد او ۴۰۰ میلیون ډالرو  څخه یوازې ۲۳۳ میلیون او ۴۰۰ زره ډالر د المان، ډنمارک او د سارک نړیوال سازمان (د سویلي اسیا منطقوي همکاریو ټولنه) لخوا د افغانستان دولت ته رسېدلې دي.

په کابل کې د ځینو مرستندویه هېوادونو سفارتونو څخه د پیک خبریال د معلوماتو غوښتلو سربېره، یوازې د جاپان سفارت د پیک برېښنالیک کې د افغانستان دولت ته د ۱۳۵ میلیون ډالرو د ورکړې خبره وکړه؛ خو د مالیې وزارت دغه شمېره تایید نه کړه.

د ژنیو غونډه چې افغانستان لپاره دمالي مرستو راجلبولولپاره د ۲۰۲۰ کال نوامبر په ۲۲ او ۲۳ د فنلند، ملګرو ملتونواو د افغانستان دولت په کوربتوب په انلاین ډول د ۶۶ هېوادونو او ۳۲ نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون جوړه شوې وه، د افغانستان دولت سره راتلونکو څلورو کلونو پورې په« مشروط ډول » د څه باندې ۱۳ میلیارد ډالرو مرستې سره پای ته ورسېده.

فوري او سراسري اوربند، د وروستیو دوه لسیزو لاسته راوړنو سره ساتنې سره د سولې بهیر څخه ملاتړ، د افغانستان سولې بهیر کې د ښځو معنی داره ونډه، د مرستندویه هېوادونه له مهمو شرطونو څخه اعلام شول.

هغه څه چې د کابل پوهنتون استادې شهلا فرید په باور، د افغانستان د سولې بهیر پروسه کې د ښځو معناداره ونډه صفر سلنې ته نه رسېږي.

د مرستندویه هېوادونه لسګونه شرطونه

د مالیې وزارت پخوانی وزیر عبدالهادي ارغندیوال د ژنیو له غونډې دوه ورځې مخکې د ۱۳۹۹ کال لیندۍ په ۱ نېټه د ولسي جرګې استجوابیه غونډه کې ویلي وو:

«د ژنیو غونډه دافغانستان د پراختیايي پروګرامونو تمویل په موخه، د نړیوالې ټولنې لخوا جوړېږي او اصلي محور به یې د انرژۍ، ښوونې او روزنې، روغتیا او کرنې مسایلو په اړه وي.»

خو هغه څه چې نړیوالې ټولنې د افغانستان دولت سره د مرستو دوام او همکارۍ په برخه کې عنوان کړي، عبارت دي له لس اساسي شرطونو څخه چې په لاندې ډول دي:

  • د وروستیو ۲۰ کلونو ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي لاسته راوړنو ساتل او پیاوړتیا
  • د سرتاسري او فوري اوربند ټینګښت
  • دموکراسۍ، قانون واکمنۍ او بشري حقونو ته ژمن
  • د سولې خبرو د مفادو تطبیق او پایلو ته یې ژمن
  • فساد پروړاندې پروړاندې معنی داره او عیني مبارزه
  • نړیوالو ژمنو او د افغانستان دولتي بنسټونو ته درناوی
  • د ملګرو ملتونو پایداره پراختیا له موخو پیروي.
  • د نورو هېوادونو پروړاندې د افغانستان د خاورې نه کارولو په برخه کې دترهګرو مخنیوی
  • د افغانستان دولت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د متقابله ځواب ویلو چارجوب دوام
  • د مرستندویه فعالیتونو له مخې د غیر قانوني خنډونو او مالیې رفع کولو په شمول د پراختیايي او بشر دوستانه فعالیتونو اسانه کول

هغه شرطونه چې د سیاسي مسایلو ځینو شنونکو په باور د افغانستان دولت یې له ننګونو سره مخ کړی.

د اقتصادي او سیاسي چارو شنوونکی او د پوهنتون استاد صمیم صارم پردې باور دی چې نړیواله ټولنه د تېر په څېر سپین چک نه، بلکې مشروط چک د افغانستان دولت ته ورکړی او که چېرې شرطونه عملي نشي، افغانستان به یو ځل بیا اقتصادي ناورین سره مخ شي.

په کابل کې د جاپان سفارت د دغې غونډې ژمنو نه عملي کېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د پیک برېښنا لیک په ځواب کې لیکلي:

«سره له دې چې موږ د ذکر شویو شرطونو تطبیق څخه ډاډمن نه یو؛ خو نړیوال مرستندویان تمه لري، دافغانستان دولت  اصول او اقدامات چې د افغانستان مشارکت چارجوب کې یې یادونه شوې، په مناسبه توګه حفظ او اجراء کړي. موږ به د افغانستان دولت سره به منظمو اوصریح خبروکې دغه موضوع و څارو.»

په دغه برېښنالیک کې د جاپان سفارت زیاته کړې چې دغه هېواد د ژنیو غونډې مطابق راتلونکو څلورو کلونو کې، هرکال افغانستان لپاره بېلابېلو برخو سره د ۱۸۰ میلیون ډالرو مرسته وکړي.

مرسته شوې ژمنې (رسمي او شفاهي)

د مالیې وزارت، په دغه غونډه کې ټولې ژمنې شوې مرستې راتلونکو څلورو کلونو لپاره څه باندې ۱۳ میلیارد او ۴۰۰ میلیون ډالره اعلان کړې او زیاته کړې یې ده چې ژنیو په غونډه کې د ۶۶ هېوادونو او ۳۲ نړیوالو سازمانونو له ډلې، نړیوال بانک، د اسیا پراختیايي بانک، سارک سازمان او ۲۳ نورهېوادونه، د هغو مرستندویانو له جملې څخه دي چې د دغو پیسو «شفاهي ژمنه» یې کړې ده. له دې جملې، یوازې سارک سازمان او د المان او ډنمارک هېوادونو د لاسلیک شویو سندونو د وړاندې کولو په خواکې، د روان زیږدیز کال په ترڅ کې یې د افغانستان دولت لپاره د څه باندې ۲۱۷ میلیون ډالرو «رسمي ژمنه» کړې ده.

دغو هېوادونو په ۲۰۲۱ کال کې د څه باندې ۳ میلیارد او ۳۵۶ میلیون ډالرو شفاهي مرستې په خواکې، راتلونکو څلورو کلونو پورې د رسمي مرستو دوام، د افغاانتسان دولت لخوا د ژمنو او شرطونو عملي کېدو په شرط اعلام کړی دی.

هغه مرستې چې په ۲۰۱۶ کال کې د بروکسل غونډې په پرتله لږ ترلږه ۱۵ سلنه کمې شوې دي. سره له دې چې د مالیې وزارت مسؤولین افغانستان لپاره د مرستو کموالی، د وروستۍ یوې لسیزې په غونډو کې معمولي بهیر بللی، وايي:

«څومره چې عواید لوړ شي، د مرستو کچه کمېږي او دا افغانستان لپاره د پر ځان بسیاینې بهیر دی.»

خو د اقتصادي چارو ځینې شنوونکي پردې باور دي چې دمګړۍ افغانستان له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دی او د مرستو کمېدو لوی عامل هم، نړیوالې ټولنې سره د ژمنې نه عملي کېدو په برخه کې د حکومت ناکامي ده.

د اقتصادي چارو شنوونکی او د پوهنتون استاد صمیم صارم وايي: « په داسې حال کې چې څو کاله کېږي، افغانستان ناوړه اقتصادي وضعیت کې دی، دا د پرځان بسیاینې څرنګه بهیر دی؟»

یوه میاشت مخکې هم، ولسمشر غني کابل پوهنتون کې «افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو وتل؛ د لوبې تغییر فرصت» تر عنوان لاندې غونډه کې وویل: « حد اقل له نړیوالو مرستو دوه میلیارد ډالره ډېر ژر رسېږي.»

خو ویې نه ویل چې دغه پیسې، د ژنیو غونډه کې ژمنیه شویو مرستو کې شاملې دي او که له بلې لارې رسېږي.

د مالیې وزارت په دې اړه په څه نه پوهېږي؛ خو د ولسي جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون رییس ښاغلی هلمند شک لري چې دغه پیسې د ژنیو غونډه کې د ژمنه شویو مرستو کې شاملې دي او په ډېر احتمال سره د حکومت د ناکامۍ په صورت کې، دغه پیسې به دافغانستان دولت ته ونه رسېږي.

د افغانستان دولت ژمنې او کړنې

د ژنیو له غونډې یوه ورځ وروسته، دافغانستان جمهوري ریاست په دغه غونډه کې د ژمنه شویو مرستو هرکلی وکړ او اعلام یې وکړ چې دغه هېواد د سولې او پراختیا چارجوب سند په رڼا کې د پروګرامونو تطبیق له لارې د شفافیت او حساب ورکولو په برخه کې د افغانستان خلکو او نړیوالو شریکانو ته ځواب ویونکی دی او په تطبیق او عملي کېدو یې ټینګار کوي.

هغه ژمنه چې د سیاسي چارو شنوونکو او ملي شورا کې د خلکو ځینو استازو په باور، د کړنې نښه یې نه ترسترګو کېږي.

د کابل پوهنتون استاده او د حقوقي چارو شنوونکې شهلا فرید پردې باور ده چې په حکومتوالۍ او د سولې پروسه کې د ښځو معناداره شتون ونډه نوې ژمنه نه ده. څرنګه چې د افغانستان دولت له دې وړاندې هم د ملګروملتونو امنیت شورا ۱۳۲۵ قطعنامې پلان په تطبیق کې ناکام وو.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، د افغانستان دولت تراوسه نه ده توانېدلی چې په دولتي بنسټونو کې د ښځو ۳۰ سلنه ونډه تکمیل کړي.

سراسري اوربند، اداري فساد پروړاندې مبارزه او د نشه يي توکو کښت او قاچاق مخنیوی، له نورو مهمو ژمنو څخه دي چې د ځینو شنوونکو او د خلکو استازو په باور، د دغو ژمنو عملي کېدو په کار کې د افغانستان دولت ناکامي له ورایه ښکاري.

د صارم په باور، مهم شرط چې لومړیتوب دی «فوري او سراسري اوربند» متاسفاه او برعکس چې دغه کار د هېواد په بېلابېلو برخو کې هره ورځ د لسګونو ملکي او نظامي خلکو د مرګ ژوبلې لامل کېږي.

خو د ولسي جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون مشر هلمند هلمند په داسې حال کې چې د کوم هېواد نوم نه اخلي، فوري سراسري اوربند او دنشه يي توکو قاچاق مخنیوی، د افغانستان دولت له وسه پورته خبر بولي وايي چې دغو دوه مسلو بهرني لاسونه شریک دي او د افغانستان دولت څه نشي کولای.

څرنګه چې په دې وروستیو کې دکورنیو چارو وزارت نشه يي توکو پرضد مبارزې معینیت، د تېرکال په پرتله د نشه يي توکو د کښت او تولید ۴۵ سلنه زیاتوالي خبره کړې او له دې وړاندې، ملګروملتونو هم په دې اړه ورته راپور خپور کړی.

خو له دې سره دافغانستان دولت چارواکي پردې باور دي چې نړیوالې ټولنې وروستیو دوه لسیزو کې د توکیو، لندن او بروکسل په غونډو کې د افغانستان خلکو اړتیاو په درک کولو سره، مرستو ته دوام ورکړی، راتلونکې کې به یې هم دوام ورکړي.خو له دغه توپیر سره چې د ژنیو غونډه له افغانستان څخه د ناټو او امریکايي ځواکونو له وتلو سره هممهاله جوړه شوې.

د مالیې وزارت مرستیال نذیر احمد کبیري ادعا کوي چې د ټولو ننګونو او ستونزو سربیره،د ژنیو غونډې کم تر کمه ۵۰ سلنه شرطونه او ژمنې د افغانستان دولت لخوا عملي شوې دي. خو نه وايي کومو برخو کې یې څه کار کړی دی.

ښاغلي کبیري پیک خبریال سره مرکه کې مني چې له دې وړاندې د نړیوالو غونډو په تړاو د حکومت له کړنو د راپورورکول، نظارت او مدیریت مسؤولیت د مالیې وزارت وو؛ خو د ژنیو غونډې جوړولو راهیسې، دغه مسؤولیت د جمهوري ریاست چارو ادارې ته انتقال شوی دی.

په همدې حال کې د جمهوري ریاست چارو ادارې مسؤولین، د ژنیو غونډې ژمنو تطبیق کې د پرمختګ خبره کړې او او د پیک خبریال د اطلاعاتو غوښتنې په ځواب کې یې لیکلي:

«خپلواکو بنسټونو او وزارتونو کې د معینانو او رییسانو ادارې لاندې تخنیکي کمېټې جوړې شوې دي، ۷۶ دولتي ادارو لپاره عمومي پلان او د روان زیږدیزکال پلان شریک شوی چې له تکمیل او توحید سره به یې جمهوري ریاست او نړیوالو ټولنې سره شریک شي.»

د چارو ادارې مسؤولینو له همدې کتبي ځواب پرته، د راپور کلیدي پوښتنو او دغه راز د عمومي پلان توضیح او تشریح او د یادو کمېټو کړنو په اړه هېڅ ځواب وړاندې نه کړ.

تمامی حقوق انتشار و حق کاپی رایت مطالب برای مرکز خبرنگاری تحقیقی پیک محفوظ است. مدیر وبسایت : محمد حسین انصاری