KABUL WEATHER

د غاصبینو د ویشتلو امر څنګه شو؟

Home » اجتماعی » د غاصبینو د ویشتلو امر څنګه شو؟

په ننګرهار کې ۲۷۵زره جریبه ډیره دولتی ځمکه  له زرو ډیرو کسانو غصب کړې ده.
هغه اسناد چې د پیک تحقیقاتی ژورنالېزم مرکز تر لاسه کړی، څرګندوی چې په ۱۳۹۱ کال کې د اراضۍ ادارې له لورې په ننګرهار کې د ځمکو د غصب په اړه ترسره شوې څېړنو له مخې د دې…

دلو ۲۷, ۱۳۹۸ by
د غاصبینو د ویشتلو امر څنګه شو؟

د پیک د تحقیقاتی ژورنالیزم مرکز

ننګرهار ـــ ۲۳ سلواغه ۱۳۹۸

خبریال: خان محمد ساپی

 

په ننګرهار کې ۲۷۵زره جریبه ډیره دولتی ځمکه  له زرو ډیرو کسانو غصب کړې ده.

هغه اسناد چې د پیک تحقیقاتی ژورنالېزم مرکز تر لاسه کړی، څرګندوی چې په ۱۳۹۱ کال کې د اراضۍ ادارې له لورې په ننګرهار کې د ځمکو د غصب په اړه ترسره شوې څېړنو له مخې د دې ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې ۱۱۰۰ کسانو له لورې له ۲۷۵زره  زیاته دولتی ځمکه غصب شوې ده.

دا څېړنې په ۱۳۹۱ کال کې د مخکینی ولسمشر حامد کرزی د ۴۵م ګڼه فرمان پر بنسټ ترسره شوې دی.

د دغو څېړونو پایلې چې په یو پنځه صفحه ییز ګزارش کې لیکل شوی، څرګندوی چې د دغو ځمکو تر ټولو ستر غصب کوونکی زورواکی، جهادی قوماندانان او قومی مشران دی چې ویل کېږی د دوی له ډیر یو شمېر هغو زرګونه دولتی ځمکه غصب کړې او په کې یې خپلسری او غیر قانونی ښارګوټی جوړ کړی دی.

د دغو کسانو لېست چې په راپور کې یې شمېر ۱۱۰۶ په ګوته شوی، ننګرهار ولایت د اراضۍ ادارې له مسولینو سره له پرلپسې اړیکو او کوښښونو وروسته بیا هم د پیک خبریال ته نه دی ورکړل شوی. خو د ننګرهار د والی ویاند عطاء الله خوږیاڼی پرته له دې چې کوم سند یا فهرست په لاس ولری په دغه ولایت کې د غصب کوونکو شمېر له ۳۰۰ کسانو کم اټکل کړی دی.

په عین حال کې د یو شمېر هغو کسانو نومونه چې د څېړنو د ترسره کوونکی هیئت په راپور کې د یو شمېر لویو غاصبینو دی، د پیک د خبریال د پرلپسې اړیکو په نتیجه کې هم هغوی خبرو ته حاضر نشول.

د ننګرهار ولایت د استناف محکمې مسولین هم روان کال د ځمکو د غصب په اړه یوازې د ۱۴ قضیو او په تېرو پنځو کلونو کې د ۹۰ قضیو د پرېکړو خبر ورکوی خو نه وایی، چې د غاصبینو په اړه څه پرېکړه شوې؟

که څه هم د ننګرهار د والی ویاند په دغه ولایت کې یوازې د ۸۰زره جریبه دولتی ځمکو د غصب تایید کوی او وایی، تېرو څو کلونو کې یې تر ۵۰زره جریبه بېرته راګرځولې؛ خو د اراضۍ ادارې د هیئت له لورې د ترسره شویو څېړنو د راپور د اسنادو معلومات په لاندې ډول دی:

د چمتو شوی جدول له مخې په ټوله کې ۲۷۵زره او ۸۵۶ جریبه دولتی ځمکه په مرکز او ولسوالیو کې غصب شوې ده. دغو ځمکو له ډلې یوازې د سرخرود ولسوالۍ په ۱۴۰۰۰ جریبه ځمکه باندې (خپلسری ښارګوټی) جوړ شوی دی.

هغه ښارګوټی چې په بېلابېلو نومونو سرخرود ولسوالۍ کې د سیاه سنګ، چهارباغ، شیخ مصری، ګنده چشمه او خیراباد په نومونو د یو شمېر زورواکو له لورې جوړ شوی د پیک د خبریال پرلپسې اړیکو هم هغوی ځواب ورکولو ته حاضر نکړل.

د ننګرهار د والی ویاند په دغه ولایت کې د هېڅ چا نوم نه په ګوته کوی چې د ځمکو په غصب کې لاس لری او نه هم روښانه کوی چې د ځمګو د بېرته راګرځولو پروسه څه ډول ده. خو د ۲۷۵ زره ځمکو د غصب په اړه د ورکړل شویو ارقام د رد او یا تایید پرته وایی، چې په تېر څو کلونو کې دوی توانیدلی چې ۵۰زره جریبه ځمکه بېرته د غاصبینو له منګولو ازاده کړی او د صنعتی او اوسېدو ښارګوټو لپاره یې چمتو کړی.د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د ورکړل شویو معلوماتو له مخې تېرو پنځو کلونو کې لږ تر لږه ۶۲۶ د دولتی ځمکو د غصب قضیې دوی څېړلی او د دولت په ګټه یې حل او فصل کړې دی. د ننګرهار کانال ریاست د ۴۰۰ جریبه دولتی ځمکو د بېرته راګرځولو موضوع هم له ډیرو مهمو قضیو ګڼل کېږی. د کانال ادارې مشر پرویز علی په خبره د دغې ادارې د غصب شویو ځمکو ۴۰ قضیې لا هم په دغه ولایت کې عدلیی او قضایی ارګانونو تر کار لاندې دی.

د عدلیې رییس مستوخان هلال هم د غاصبینو د هویت په اړه څه نه وایی، خو د دغه ولایت د اراضۍ اداره په دې برخه کې په ناغېړۍ تورنوی او وایی: ((غاصب کې د یو جریب ځمکې وی او که د زر جریبه موږ ته یو شی دی؛ خو خبره دا ده چې موږ ته لوی غاصبین نه را پېژندل کېږی. یوازې د یوې لویې قضیې شاهدان چې یو د اووه کاله زندان ده او بس.))دا هغه موضوع ده چې د مدنی فعالانو او په ولایتی او ملی شوراګانو کې د دغه ولایت د خلکو د استازو پوښتنې یې هم راولاړې کړې دی.

د ننګرهار د یو مدنی فعال محمد انور سلطانی په باور د دغه ولایت د ځمکو په غصب کې د یو شمېر سیمه ییزو مسولینو او زورواکو لاس لرل، هغه څه دی چې د حکومت رهبری یې هم د ځمکو د غاصبینو په نیولو او اقدام کولو برخه کې ناکام کړی دی.

له بل پلوه د ننګرهار د ولایتی شورا غړی سید مهدی پاچا د ځمکو د غصب برخه کې د سیمه ییزو چارواکو او امنیتی ځواکونو په ناغیړۍ او بې وسۍ باندې نیوکه کوی.

د ولسمشر امر هم پلی نه شو

که څه هم تر اوسه پورې د ننګرهار د اراضۍ ادارې د تصفیې مدیریت د څېړنو پر اساس د اټکل شوې ځمکې ۲۰ سلنه هم لا له غصب خلاصه شوې نه ده د دې ترڅنګ په دې برخه کې د حکومت د اوسنۍ رهبرۍ د فرمان او ژمنې هېڅ برخه هم نه ده اجرا شوې.

ولسمشر محمد اشرف غنی د ۱۳۹۴ کال د مرغومی په میاشت کې ننګرهار ته د سفر پرمهال په یوې وینا کې خلک له حکومت سره د ځمکو د غاصبینو په نیولو او دغه برخه کې د مبارزې ملاتړ ته تشویق کړل او امنیتی ځواکونو ته یې امر وکړ:

(( د ځمکو له غاصبینو سره جدی او قاطع چلند وکړئ، که مقاومت او زور څخه یې کار اخېسته، وی ولئ.))

هغه امر چې د ولایتی شورا د غړی مهدی پاچا په خبره تېرو څلورو کلونو کې هېڅ عملی نه شو. خو د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید الله له کومو جزیاتو او دقیقو شمېرو ورکولو پرته په دغه برخه کې د پولیسو له اجرااتو او مکلفیت څخه خبر ورکوی:

((له تروریزم، قاچاقو او جنایی جرمونو سره د مبارزې تر څنګ  مو دې ورستیو څو کلونو کې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو او په تور یې د یو شمېر کسانو نیولو برخه کې هم ډیر کار کړی دی.))

د ننګرهار د خلکو یو شمېر استازی چې دلته د غصب پر وړاندې مبارزې ته د شک په سترګه ګوری، د (وولئ) او یا هم (مسولیت څخه تېښتې) پر ځای د غصب شویو او تر منازعاتو لاندې ځمکو په اړه یو شمېر د حل لارې وړاندیز کوی.

په ولسی جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی ابرار الله مراد وایی، هغه کسانو ته دې قانونی سندونه ورکړل شی چې (خپلسرو ښارګوټو) کې یې کورونه جوړ کړی؛ خو له هغوی سره دې قانونی چلند وشی چې دغه ښارګوټی یې غصب او په خپل سر رغولی دی.

 

تمامی حقوق انتشار و حق کاپی رایت مطالب برای مرکز خبرنگاری تحقیقی پیک محفوظ است.