KABUL WEATHER

د عامې روغتیا وزارت یو چارواکی چې د جنسي ځورونې په تور له دندې ګوښه شوی ؤ، بیا مقرر او ځانګړی معاش اخلي

Home » Latest » د عامې روغتیا وزارت یو چارواکی چې د جنسي ځورونې په تور له دندې ګوښه شوی ؤ، بیا مقرر او ځانګړی معاش اخلي

د پیک څېړنیز خبریالۍ مرکز داسې اسناد ترلاسه کړي چې ښيي د عامې روغتیا وزارت د ساري ناروغیو د کنټرول ادارې رییس شاولي معروفي په داسې حال کې چې یوه لسیزه مخکې له هېواد څخه بهر ته د کاري سفر پرمهال د یوې ښځې…

مې 23, 2021 by
د عامې روغتیا وزارت یو چارواکی چې د جنسي ځورونې په تور له دندې ګوښه شوی ؤ، بیا مقرر او ځانګړی معاش اخلي

کابل ۱۴۰۰ ـ غبرګولې ۲

خبریال: بلال خداداد

د پیک څېړنیز خبریالۍ مرکز داسې اسناد ترلاسه کړي چې ښيي د عامې روغتیا وزارت د ساري ناروغیو د کنټرول ادارې رییس شاولي معروفي په داسې حال کې چې یوه لسیزه مخکې له هېواد څخه بهر ته د کاري سفر پرمهال د یوې ښځې د جنسي ځورونې په تور له دندې ګوښه شوی ؤ، خو د نامعلومو اجرااتو له مخې، بیا مقرر شوی او تراوسه ځانګړی امتیاز او تنخوا اخلي. د دغو سندونو له مخې، هغه اوس د میاشتې له ۲۵۰ زره افغانیو زیاتې اخلي او دغه راز د رقابتي پرځای د حکمي افرادو په تغییر او تبدیل او له دولتي موټرو د شخصي ګټې اخیستنې باندې هم تورن دی.

سره له دې چې د دغه وزارت د اطلاع رسولو برخې د پیک خبریال د اطلاعاتو غوښتنې په ځواب کې، اطلاعاتو ته د لاس رسي کمېسیون تر عنوان لاندې لیکلي:«د اړتیا په صورت کې به کافي اسناد یا لازم معلومات وړاندې شي». خو د اووه مشخصو مواردو په ځواب کې یې لیکلي، له موجوده اسنادو او د پیک له پوښتنو سره مطابقت نه لري. دغه وزارت ویلي چې د ښاغلي معروفي کیسه سؤ تفاهم دی.

د ګوښه کېدو کیسه

د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب عمومي ریاست د ساري ناروغیو د کنټرول برخې رییس، په ۱۳۹۲ کال کې د نړیوال روغتیايي سازمان په رسمي بلنه د ۲۰۱۳ کال نومبر له ۱۸ـ ۲۷ پورې د «نري رنځ کنټرول پلان جوړولو طرحې» ترعنوان لاندې په روزنیز او علمي ورکشاپ د ګډون لپاره ایټالیا ته سفر کړی ؤ. دغه سفرکې له څو ورځې وروسته،نړیوال روغتیايي سازمان د افغانستان عامې روغتیا وزارت د یوه رسمي برېښنا لیک په ترڅ کې داسې لیکلي: «په خواشینۍ سره خبر شو چې د دغه وزارت د ساري نارغیو د کنټرول رییس د رسمي سفر په ترڅ کې د ۲۰۱۳ کال نومبر ۲۳ د هوټل د یوه خدماتي کارکوونکي په جنسي ځورونې مرتکب شوی چې د یادې ښځې او د هوټل د مدیر د شکایت له امله، ښاغلی معروفي څخه د سیمې د پولیسو لخوا قانوني پوښتنې ګروېږنې شوې دي او قضیه هم د سپیینتا ښاري محکمې ته محول شوې ده».

په دغه لیک کې زیاته شوې چې ښاغلی معروفي په محکمې د حضور پرځای چې د نومبر په ۲۷ نېټه ترسره کېده، د نومبر په ۲۵ د سهار په ۵ بجو نامعلوم لوري باندې خوځېدلی چې وروسته روښانه شوه بېرته افغانستان ته ستون شوی دی.

نړیوال روغتیايي سازمان په دغه ورکشاپ کې د نومبر له ۲۳ نېټې څخه د ښاغلي معروفي ګډون ممنوع اعلام کړی او د عامې روغتیا وزارت ته یې د یوه لیک په استولو سره غوښتي څو موضوع د کورنیو مراجعو له لارې وڅاري.

په همدې حال کې، د عامې روغتیا وزارت د فتر ریاست جمهوري ریاست ته ۱۳۹۲/۱۲/۶ نېټې د (۲۸۴) شمېرې وړاندیز په وړاندې کولو سره، لیکلي: «د یادو مواردو په پام کې نیولو او د افغانستان اسلامي جمهوریت ملي او نړیوال حیثیت او اعتبار ساتنې سره، وړاندیز کېږي څو ډاکټر شاولي معروفي له دندې ګوښه او قانوني پوښتنو ګروېږنو لاندې ونیول شي.»

د هغه وخت ولسمشر حامد کرزي د دغه وړاندیز په پای کې لارښوونه کړې: «د عامې روغتیا وزارت دساري ناروغیو د کنټرول رییس ډاکټرشاولي معروفي منفکي د پیشنهاد شوي متن مطابق منظور ده».

په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت د بشري سرچینو د ګومارنې امریت د ۱۳۹۳ کال وري په ۵ نېټه د ښاغلي معروفي د منفکۍ رسمي مکتوب د وقایوي طب عمومي ریاست او د دغه وزارت نورو برخو ته صادر کړی، خو څه موده وروسته د نامعلومو اجرااتو له مخې، ښاغلی معروفي دندې او ریاست مقام ته راستون شوی دی.

د افغانستان د جزا کد ۲۴ مادې اول بند له مخې، که چېرې د افغانستان تبعه د هېواد له قلمرو څخه بهر د داسې عمل مرتکب شي چې د دې قانون له حکمونو سره سم، جرم پېژندل شوی وي، هېواد ته د راستنېدو په صورت کې د دې قانون له حکمونو سره سم مجازات کېږي، په دې شرط چې نوموړی عمل د جرم ارتکاب د محل هېواد د قانون پر بنسټ، د مجازاتو وړ وي.

په همدې حال کې لویې څارنوالۍ په دې اړه چې د معروفي په نوم کومه دوسیه ترلاسه شوې او پایله یې څه وه، د اطلاعاتو د غوښتنې پاڼې له وړاندې کولو د یوې میاشتې په تېرېدو سره، تراوسه ځواب نه دی ورکړی.

د عامې روغتیا وزارت مسؤلین د جنسي ځورونې تور «سؤتفاهم» بللی او وايي چې دغه موضوع د حقیقت موندنې کمېټې او د اداري اصلاحاتو کمېسیون شکایتونو څېړلو برخې ګډې کمېټې لخوا څېړل شوې او دوباره د اداري اصلاحاتو کمېسیون په وړاندیز او د ولسمشر د حکم له مخې، ښاغلی معروفي بېرته په خپله دنده کې مقرر شوی دی.

د دغه وزارت مسؤلین د ښاغلي معروفي د منفکۍ مخکینۍ حکم «ملغی» بللی، خو د ښاغلي معروفي د بیا حکم په اړه یې هېڅ رسمي سند وړاندې نکړ.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون هم ټینګار کوي چې دغه کمېسیون کې د ښاغلي معروفي د بیا مقررېدو په اړه هېڅ سند نشته. د اسنادو له مخې ، دغه پېښه د ښاغلي کرزي حکومت د واکمنۍ او ثریا دلیل وزیرې واکمنۍ پرمهال رامنځ ته شوې ده.

لوړ معاش سره ناکاره پست

د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب عمومي ریاست د ساري ناروغیو برخې کارکوونکو او رییس د میاشتنۍ تنخوا جدول، چې یوه کاپي یې په دغه راپور کې خپره شوې، ښيي چې ډاکټر شاولي معروفي په دویم بست کې د دغې ادارې د رییس او د «د افغانستان روغتیايي حالت ښه والي د ملاریا کنټرول وقایې، پراختیا او پیاوړتیا» پروژې مسؤول، ۲۶۶ زره افغانۍ معاش اخلي.

د عامې روغتیا په وزارت کې سرچینې پر دې باور دي چې په دغه بست کې د ښاغلي معروفي دنده، هېڅ ډول مؤثریت او شفافیت نه لري، خو د عامې روغتیا وزارت مسؤولین د سند له وړاندې کولو پرته د دغه معاش ورکړه د ډونر له موافقې (ګلوبل فنډ نړیوال صندوق) مطابقت کې او د حکومت غیر اختیاري بودیجه بللې ټینګار یې کړی چې په دې برخه کې د مالیې وزارت موافقه هم موجوده ده. په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت ته د مالیې وزارت د ۱۳۹۹/۱۱/۸ نېټې (۱۰۴) شمېرې رسمي مکتوب کې داسې راغلي دي:« محترمې ادارې د قرار دادي کارکوونکو د تنظیم په برخه کې مکلفې دي چې لایحه او د بودیجې اجرا اصولنامې رعایت کړي او په هېڅ صورت له اختیاري او غیراختیاري وجې له ۲۵۰ زره افغانیو پورته لوړ معاش د ورکړې نه دی.»

د مالیې وزارت د اطلاع رسولو برخې مسؤلې محبوبې بابري د پیک خبریال د اطلاعاتو غوښتنې په ځواب کې لیکلي:«د رییسانو د معاشاتو ورکړې په برخه کې یوه کمېټه جوړه شوې چې نږدې راتلونکې کې یې مکتوب ټولو ادارو ته صادرېږي؛ خو د ښاغلي شاولي د معاش په اړه باید ووایم چې له ۲۵۰ زره زیاتې افغانۍ د ترانسپورتیشن په توګه ورته حواله کېدې چې وروسته قطع شوې دي.»

په داسې حال کې چې د ښاغلي معروفي د رسمي قرار داد سند چې د ګلوبل فنډ نړیوال بنسټ سره یې لاسلیک کړی، ښيي چې د ترانسپورتیش لګښت د کار کوونکي پرغاړه دی. دغه راز، د دغې ادارې د وري میاشتې د معاش جدول ښيي چې د ښاغلي معروفي له معاش سره اضافي پیسې هم نه دي قطع شوې.

د ګلوبل فنډ نړیوال بنسټ د افغانستان د عامې روغتیاوزارت د څېړنیزو پروژو د تمویلوونکي په توګه هم، د پیک خبریال د برېښنا لیک په ځواب کې لیکلي: «ترکومه چې دغه موضوع د دولتي کارکوونکو اړوند ده، وړاندیز درته کوو چې دغه موضوع د عامې روغتیا له وزارت سره وڅېړئ.»

خو د مالیې او عامې روغتیا وزارتونو سره د دغې موضوع څېړلو، کره او مستند ځواب ترلاسه نه کړ.

د شخصي موخو لپاره له دولتي موټرو کاراخیستل

د عامې روغتیا وزارت د ساري ناروغیو د کنټرول رییس د وظیفوي صلاحیت په کارونې سره، د دولتي نمبر پلیټ درې موټر په واک کې لري. هغه تصویرونه چې د پیک خبریال ترلاسه کړي، له دې جملې دوه موټر د رییس د کورنۍ دغړو او نامعلومو کارونو په خدمت کې دي او له یوه بل موټر څخه د شخصي او رسمي کارونو په برخه کې کار اخلي. د دغو نقیله وسایطو کامل مشخصات د پیک څېړنیز خبریالۍ مرکز په اختیار کې دي. دغه راپور کې د امنیتي دلایلو له مخې نه نشرېږي.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې د ښاغلي معروفي موټر چلوونکی د نوموړي اولادونه له کوره ښوونځي ته او بیرته کورته لېږدوي.

د معروفي یو موټر چلوونکی چې د نوم له اخیستو ډه ډه کړې، وايي چې حتی شپه ورځ، د رخصتیو په ورځ جمعه هم د رییس او کورنۍ په خدمت کې موټرچلوي. نوموړي په داسې حال کې چې د ښاغلي معروفي لور یې افغان ترک ښوونځي ته لېږدوله او ټاکل شوې وه  د رییس د زوی لېږدولو لپاره بېرته راستون شي، وویل:« دوه میاشتنۍ پراختیايي معاش ۲۸ زره افغانۍ مې ولې بل چاته ورکړې دي، په داسې حال کې چې شپه ورځ د ده او کورنۍ په خدمت کې یم، کوچني اختر کې یې ۶۰۰۰  افغانۍ معاش راکړ، اخر ولې…؟»

خو ښاغلی معروفي د پيک خبریال پوښتنو او تورونو په اړه ځواب ویلو ته حاضر نشو.

په تغییر او تبدیلیو کې د لاسوهنې تور

د ترلاسه شویو اسنادو له مخې، د ملاریا او لشمانیا د کنټرول ملي پروګرام امر محمد سمیع نهضت د ۱۳۹۹ کال سلواغې په لومړۍ نېټه په اړوندو کاري چارو کې د ځنډ مخنیوي په موخه، د رخصتۍ د غوښتنې په خواکې، د اپیدیمولوژۍ دیپارتمنت مدیر محمد شعیب د بېرته ستنېدو تروخته د پروګرام د سرپرست په توګه معرفي کړی او د وزارت مشرتابه هم د  رخصتۍ پیشنهادي متن او سرپرست ټاکل منظور کړي دي.

خو د تمیم له یوې میاشتې سرپرستۍ وروسته، د ساري ناروغیو کنټرول رییس شاولي معروفي بیا د وزارت وقایوي طب عمومي ریاست ته وړاندیز کوي: «له دې ا مله چې محترم ډاکټر شعیب د حکم له مخې مقرر شوی او بست هم د اعلان وړ دی، نو له دې امله وړاندیز کېږي، څو د پروګرام تخنیکي همغږي کوونکی محترم ډاکټر محمد نعیم حبیب د پروګرام د امر بېرته ستنېدو تروخته، د ملاریا لشمانیا کنټرول پروګرام سرپرست په توګه معرفي کړئ.»

په داسې حال کې چې موجوده سندونه ښيي چې ښاغلی حبیب هم د حکم له مخې مقرر شوی او د دغې مقررۍ او سرپرستۍ په اړه یې مرکې ته نه دی حاضر شوی.

د وقایوي طب عمومي ریاست د یوه وړاندیز له مخې چې د ۱۳۹۵ کال غبرګولې میاشت کې د عامې روغتیا وزارت بشري سرچینو مشرتابه په نوم صادر شوی، د ملاریا او لشمانیا پروګرام دوه تنه کارکوونکي ډاکټر محمد نعیم حبیب او ډاکټر سلیمان نوري هم د ازادې سیالۍ (پ ۲) فورم له لرلو پرته، معرفي شوي دي.

د ۱۳۸۸/۵/۲۶ نېټې ۹۹۲ ګڼې رسمي جریده کې خپرې شوې ذاتي مقررې ۶ بند ۷ ماده کې راغلي:«قرار دادي کارکوونکی د ملکي خدمتونو سرپرست په توګه نشي توظیف کېدلای.»

د دغه وزارت د اجرااتو په نوي سند کې، د وقایوي طب عمومي ریاست د ۱۳۹۹/۱۲/۱۴ نېټه  خپلو اړوندو ادارو ته د جمهوري ریاست مقام د لارښوونې له مخې، داسې لیکلي: «هغه کسان چې په ۱۳۹۹ کال کې په غیر رقابتي توګه ګومارل شوي دي، بستونه یې باید اعلان ته وړاندې شي او د ازاد رقابت له لارې باید وګومارل شي. هغه صورتیکه چې دغه افراد له یو کال زیات په غیر رقابتي توګه مقرر شوي، باید منفک او بستونه یې اعلان ته وړاندې شي.»

د عامې روغتیا وزارت د بشري سرچینو د معلوماتو له مخې، اوسمهال د (۳ـ ۸) بستونو ۶۲۰ تنه کارکوونکي په غیر رقابتي (حکمي) ډول ګومارل شوي او ۱۶ تنه نور کارکوونکي په خارج رتبه بست (۱،۲،۳) بستونو کې د سرپرست په توګه دنده ترسره کوي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي ټینګار کوي چې د جمهوري ریاست مقام د لارښوونې سل سلنې عملي کولو لپاره د څارنوالۍ پلاوی ټاکل شوی او پایلې به یې د پروسې له تکمیل وروسته ابلاغ شي.

خو لویه څارنوالۍ د دغه راپور جوړولو په ترڅ کې د یوې میاشتې په تېرېدو سره، د پیک خبریال پوښتنې ځواب نه کړې.

پیک ته ترلاسه شوي معلوماتو او اسناد ښيي ښاغلی معروفي د نامعلومه مقررۍ او له دندې څخه د ناوړه ګټنې سربېره، دلاس لاندې کسانو په مقررۍ او تغییر او تبدیل کې سلیقه یي چلند کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت د ساري ناروغیو دکنټرول برخې یو شمېر کارکوونکي ادعا کوي چې ښاغلي معروفي  د دوی ۱۳ تنه د دغې ادارې د معلوماتو د افشا کولو او رسنیو سره د همکارۍ له امله له میاشتنۍ تنخوا بې برخې کړي دي.

د ملاریا او لشمانیا پروګرام مالي مسؤل ادریس ضیا د پیک خبریال ته وايي:«ښاغلي معروفي په دې ګومان چې له رسنیو سره مو د دغې ادارې اسناد شریک کړي وي، زما په شمول د دغې ادارې ۱۳ تنه کارکوونکي له پراختیايي معاش بې برخې کړي او ویلي یې دي چې د دغه راپور د خپرېدو په صورت کې به د میاشتني معاش مستحق نشی.»

دغه معترض کارکوونکی زیاتوي چې ښاغلي معروفي حتی دې ده (مالي مسؤل) له لاسلیک پرته د معاش جدول اجرا کړی دی.

بصیر بهاور د دغې ادارې بل کارکوونکی دی، چې ښاغلی معروفي په قوم پالنې تورنوي او ادعا کوي چې څو میاشتې مخکې په غیر قانوني توګه له دندې ګوښه شوی او پرځای بل شخص مقرر شوی ؤ، خو له عدالت غوښتنې او د اسنادو له وړاندې کولو وروسته بېرته خپلې دندې ته ستون شوی دی.

په هېواد کې د حقوقي چارو ځینې شنوونکي پردې باور دي چې هر ډول سرغړونه او تخلف باید قانوني لارو چارو وڅېړل شي. څرنګه چې د جزا کد کې له دندې څخه ناوړه ګټنه جرم بلل شوی دی.

د افغانستان د جزا کد ۴۰۳ مادې اول او دویم بند کې له دندې څخه د ناوړه ګټنې په اړه راغلي:«که چېرې د عامه خدمتونو مؤظف د قانون خلاف خپل ځان یا بل شخص لپاره د نامشروع منفعت ترلاسه کولو په منظور ، کوم بل عمل ترسره (اجراء) یا له هغه څخه ډډه وکړي له دندې څخه د ناوړه ګټې اخیستنې مرتکب شوی په متوسط حبس یا شپیتو تر درې سوه زره افغانیو پورې نغدي جزا محکومېږي. د دې مادې په (۱) فقره کې د درج شوي جرم مرتکب له دندې څخه په انفصال او له مسلک څخه په طرد هم محکومېږي.»

تمامی حقوق انتشار و حق کاپی رایت مطالب برای مرکز خبرنگاری تحقیقی پیک محفوظ است.